د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ پرون د ۱۹۳م غړي په توګه په دې سازمان کې د جنوبي سوډان ګډون تایید کړ.
جنوبي سودان د شنبې په ورځ له سوډان څخه خپلواکي ترلاسه کړه او د عمومي اسمبلۍ غړو د خوښۍ په فضا کې رایې ورکړې.
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په دې سازمان کې د جنوبي سوډان د غړیتوب هرکلی وکړ:
(اوس د جنوبي سوډان خلک یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي خو دا سفر لا دوام لري. هو، د دې هېواد په مخکې سترې دندې پرتې دي خو په همدې اندازه پرېمانه طبیعي سرچینې، کرنیزې ځمکې، د نیل د سیند اوبه او طبعاً ویاړلي او زیارکښ خلک لري.)
جنوبي سوډان وروسته له هغه خپلواکي ترلاسه کړه چې په جنوري میاشت کې یې خلکو په عمومي نظرپوښتنه کې له سوډانه د بېلتون په پلوي رایې ورکړې.
پردې نظرپوښتنه په ۲۰۰۵ کال کې د هغې معاملې پر بنسټ توافق شوی و چې له مخې یې د دې هېواد د شمال او جنوب ترمنځ شل کلنه جګړه پای ته ورسېده.
مونتي نېګرو وروستی هېواد و چې په ۲۰۰۶ کال کې د ملګروملتونو غړی شو، خو د ټایوان او کاسوو غړیتوب په امنیت شورا کې د ویټو حق لرونکو هېوادونو، چین او روسیې د مخالفت له وجې ځنډېدلی دى.