د پكتيا ولايت د څمكنيو ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، چې تېرماښام ناوخته په دې ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو او د ناټو او افغان ګډو ځواكونو تر منځ مخامخ جګړه شوې چې په ترڅ كې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ويل كېږي، جګړه د يادې ولسوالۍ د مداخېلو سيمې په سرنګوړ كلي كې هغه مهال رامنځته شوه، كله چې بهرني او افغان ځواكونه د وسله والو طالبانو له نيول شوي كمين سره مخ شول.
جګړه چې د څمكنيو ولسوالۍ په مداخېلو سيمه كې د وسله والو طالبانو، بهرنيو او افغان ځواكونو تر منځ رامنځته شوې، په ترڅ كې يې د شپږو وسله والو طالبانو د وژل كېدو تاييد شوى، خو د ناټو او افغان ځواكونو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي وركړل شوي.
د دغې جګړې يو تن عيني شاهد نظام الدين د غږ نه ثبتولو په شرط ازادۍ راډيو ته وويل، چې سيمې ته د بهرنيو او افغان ځواكونو له رسېدو وړاندې وسله والو طالبانو كمين نيولى و، جګړه ونښته، دواړو غاړو ته تلفات اوښتي، خو دا نه ده ورمعلومه چې له هرې غاړې څومره كسان وژل شوي.
يادې سرچېنې دا هم وويل، له جګړې وروسته بهرنيو ځواكونو په سيمه كې پلټونكي عمليات پيل كړي، سيمه محاصره ده او لا هم امنيتي چارواكي د خلكو كورونه پلټي.
بل خوا د همدې څمكنيو ولسوال سعادت خان د رامنځته شوې پېښې تاييد كوي او زياتوي چې د جګړې په ترڅ كې د شپږو تنو وژل شوېو مخالفانو جسدونه د افغان او ناټو ګډو ځواكونو لاس ته ورغلي.
هغه وويل، په دې عملياتو كې د افغان ملي اردو كمانډويانو، سيمه اييزو پوليسو او ناټو ځواكونو برخه درلوده،ولسوال زياته كړه:
(دښمن پر موږ ړانده توغندي راتوغول، كله چې موږ سيمه مشخصه كړه، نو هماغې سيمې ته پر لاره و چې له كمين سره مخ شو، جګړه ونښته او وروسته د بهرنيو ځواكونو هوايي قواوې زموږ مرستې راغلې، بمبار يې وكړ او د لومړنيو ومعلوماتو په اساس ۶ طالبان وژل شوي، خو شايد دغه شمېره زياته وي.)
دا چې د رامنځته شوې جګړې په ترڅ كې د تلفاتو كره شمېره څومره ده، لا نده روښانه شوې، خو يوه امنيتي چارواكي چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي ازادۍ راډيو ته وويل، د وژل شوېو وسله والو شمېر يوولس تنه دى چې په كې څلور تنه له ډيورنډ پولي ها خوا سيمو پورې تړاو لري.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا يوازې د خپلو شپږو تنو وژنه تاييدوي، خو دا هم وايي چې په جګړه كې يې د مقابل لوري ۱۲ تنو افغان او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.
نوموړي وويل، له بريد څه ساعت وروسته، بهرنيو ځواكونو سيمه بمبار كړه، چې په پايله كې يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.
كه څه هم څمكني د پكتيا د با امنه ولسواليو په سر كې راځي او له يوې بلې څنګلورې ولسوالۍ ډنډې پټان نه په تېرېدو سره ډيورنډ كرښې ته په شل كيلومترۍ كې پرته ده، خو د ورنږدې شپږو ولسواليو په كچه مركزيت لري، نو همدا لامل دى چې شايد وسله والو طالبانو د خپلو فعاليتونو لپاره ټاكلې وي.
په څمكنيو ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو ته دغه وروستي تلفات په داسې مهال اوړي چې همدلته نږدې له ډيورنډ پولې هاخوا په كورمه ايجنسۍ كې د پاكستان پوځ نوې هڅې پيل كړي چې د شيعه او سني فرقو تر منځ اوږدمهاله معضله حل كړي او نظر خاوندان په دې اند دي چې پاكستاني پوځ غواړي چې له دې لارې پكتيا ولايت نا امنه كړي او افغان طالبانو ته د كورمې پل صراط په پل حيات بدل كړي.