په کندهار کې یو شمېر څیړونکي او د دې ولایت اوسیدونکي په دې نظر دي، چې د ولسمشر د ورور او د کندهار د ولایتي شورا د ریس وژل کیدل به د دې ولایت پر امنیتي وضع بده اغیزه وکړي.
د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي اغلالی دستګیري ازادي راډیو ته په خبرو کې د احمد ولي کرزي وژل کیدل یوه لویه ضایعه وبلله.
د ښاغلي د ستګیري په وینا د احمد ولي تشه بل څوک نه شي ډکولای.
″د احمد ولي کرزي دروازه د ټولو خلکو پرمخ خلاصه وه، ده ته به خلکو مراجعه کوله او د به یې ستونزې ورحلولې هرچا چی هر مشکل درلود که په دولت پورې یې اړه لرله یا یې خپل منځي ستونزې، ده به مشوره ورکوله.″
بل خوا د کندهار اوسیدونکي وایي، چې د احمد ولي کرزي په وژل کیدو به د دی ولایت امنیت نور هم خراب شي.
په دې اړه د کندهار یو شمېر ښاریان وایي:
″زما نوم عبدالمنان دی. امنیت خرابیږي ځکه دی ږموږ مشر وو.
احمدالله پوپل یم. امنیت به دې تر دې هم خراب شي، ځکه خلک ورباندې راټول وو.″
احمد ولي کرزى د سې شنبې په غرمه شاوخوا يوولس نيمې بجې په خپل کور کې چې د کندهار ښار په نوي ښار سیمه کې دى. د خپل يوه ساتونکي له خوا ووژل شو.
د کندهار والي داکټر توریالی ویسا او د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق په یوې خبري ناسته کې وويل، چې د دې وژنې په تور يې يوشمېر کسان نيولي او دامهال تر پوښتنو لاندې دي.
د امنیې قومندان وویل، چې په دې وژنه کې يو شمېر بهرنۍ کړۍ لاس لري او هغوى غواړي، چې کندهار او افغانستان بې ثباته کړي.
د کندهار والي توريالي ويسا د احمد ولي کرزي وژل کیدل د کندهار لپاره يوه نه هېرېدونکې غمېزه وبلله.
بل خوا د ولسمشر په کډون د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي د پاکستان صدر اعظم سید یوسف رضا ګیلاني او د هند صدراعظم من موهن سنګ د احمد ولي کرزي پر وژل کیدو سخته خواشني ښودلې.
ټاکل شوې، چې د احمد ولي کرزي جنازه د چهار شنبې په ورځ د ولسمشر او نورو جګپوړو چارواکو په ګډون د دوی په پلرنی کلي (کرز) سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.
وسلوالو طالبانو د احمد ولي کرزي د وژنې مسووليت په غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې د احمد ولي کرزي وژونکى سردار محمد د دوى ارتباطي سړى و.
راپور: محمدصادق رښتینی - کندهار