هند د دوشنبې په ورځ د امريکا د متحدو ايالتونو د هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې پر اساس يې پاکستان ته د اته سوه مليون ډالرو په ارزښت مرسته ځډول شوې ده.
د هند د بهرنيو چارو وزير اېس. اېم کريشنا د دغه هيواد پي. ټي. آی خبري اژانس ته وويل:
″دا ښه خبره نه ده، چې سيمه د امريكا له لوري زياته په وسلو سمبال شي او دا په سيمه كې انډول له منځه وړي.″
ده همداراز وويل، چې هند په دې دليل له پاكستان سره د امريكا د مرستو ځنډېدل ښه ګام بولي.
ويل شوي، چې امريکا دا ګام د پاکستان له خوا د امريکايي روزونکو د ايستلو، امريکايي اتباعو ته د ويزو په ورکولو کې د محدوديت او د نورو دوه اړخيزو لانجو په وړاندې د عکس العمل په توګه پورته کړي دي.
د ولسمشر بارک اوباما د دفتر رييس وړمه ورځ د نيويارک ټايمز راپور تاييد کړ او ويې ويل چې متحدو ايالتونو د پاکستان پوځ ته يوشمېر پوځي مرستې بندې کړي دي.
نيويارک ټايمز د دغو مرستو اندازه اته سوه مليون ډالره ښوولې وه.
د ولسمشراوباما د دفتر رييس وليم ډېلي اې. بي. سي تلويزيون ته وويل:
″دوی ځيني اقدامات کړي، چې موږ ته يې دا دليل په لاس راکړ، چې د پاکستان پوځ ته خينې مرستې قطع کړو.″
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن تېره مياشت خبرداری ورکړی و، چې که پاکستان له امريکا سره د مرستې لپاره ځيني ګامونه وانخلي، متحد ايالتونه ممکن د پاکستان له پوځ سره خپلې مرستې کمې کړي.
د اوباما پر حکومت د کانګرس له لوري فشار دی، چې پاکستان ته مرستې ورنه کړي.
متحدو ايالتونو تېر کال پاکستان ته نژدې درې مليارد (دوه اعشاريه اووه) ډالره مرسته ورکړې وه.
خو د پاکستان د پوځ وياند د دوشنبې په ورځ وويل، دغه هېواد ته د امريکا د اتو سوو مليون ډالرو د پوځي مرستې ځنډول به د پاکستان د پوځ پر عملياتو کوم تاثير ونه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې دا عمليات له بهرنيو مرستو پرته هم ترسره کيدای شي، خو د واشنګټن دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ پراړيکو باندې اغېز وکړي.
رويټرز خبري اژانس ته په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفير متقاعد جنرال محمود دراني ويلي، دې نظريي ته په پام سره چې پاکستان د امريکا جګړه پر مخ وړي متحده ايالات بايد د پاکستان پوځ ته مالي مرسته ورکړي، کنې د هغه په وينا دا به د دواړو لورو ترمنځ شوې موافقه او اعتماد زيانمن کړي.
رويټرز خبري اژانس وايي، که د پاکستان پوځ د دغو مرستو په ځنډولو سره زيانمن نه شي د دغه هېواد اقتصاد به ښايي ضربه وخوري.
په عين حال کې د پاکستان د پوځ وياند وايي، هېواد د مهماتو او نورو پوځي مرستو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېل منابع لري او په دې برخه کې يوازې پر يوې سرچينې اتکا نه کوي.
که څه هم چې د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکې له تير کال راهيسې کړکيچي دي، خو په روابطو کې بحران وروسته ترهغې زيات شو چې په لاهور کې د (سي. ای. اې) يوه قراردادي دوه پاکستانيان په ډزو ووژل.