د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

کونړ:د پاکستان له لوري د توغنديو بریدونه لا دوام لري


د کونړ والي او خلک وايي، چې د پاکستان له لوري اوس هم د کونړ پر خاوره د توپونو توغندي راويشتل کيږي، چې شمېر يي اتوو سوو ته رسيدلى دى.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازى مولوي شهزاده شاهد وايي، دوي د خلکو شکايتونه د ټولو چارواکو او نړېوالو غوږونو ته رسولي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په يوه ځانګړې مرکه کې ازادۍ راډيو ته وويل، دوه مياشتې کيږي چې د پاکستان له لوري د کونړ پر سرکاڼو، شيګل، دانګام او ناړۍ ولسواليو د توپونو توغندي راويشتل کيږي چې د دوشنبې د ورځې تر دولسو بجو پورې يي شمېر اتوو سوو ته رسيدلى دى.

هغه زیاته کړه، د پاکستانيو مرميو د بندولو لپاره څو پلاوي کونړ ته راغلل او همدا راز مرکزي دولت د پاکستان چارواکو ته په دې اړه ډير شکايتونه کړي خو تر اوسه يي کوم ځای نه دى نيولى.

نن هم پنځلس مرمۍ راغلي، چې د تلفاتو په اړه يي پوره معلومات په لاس کې نه لري.

په ولسي جرګه کې د کونړ خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد ازادۍ راډيو ته وويل، چې ولسي جرګې پر خپل وخت ولسمشر، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته د پاکستانيو توپونو او د هغې له امله خلکو ته د اوښتو زيانونو او د خلکو د انديښنو په اړه معلومات ورکړي دي او هغوي هم ډاډ ورکړی چې پر پاکستان به زور راوړي او د توپونو د مرميو له توغولو به يي منع کړي.

ښاغلي شاهد وويل، که چېرته پاکستان د توغنديو را ويشتل بند نه کړي او نړېواله ټولنه يي پر خلاف قدم پورته نه کړي نو بيا افغانان اړ دي چې وسلې ته لاس کړي له خپل هېواد، خلکو او د افغانستان له پولو دفاع وکړي.

د شلتن يو تن اوسيدونکي شيرعالم خان ازادۍ راډيو ته وويل، هره ورځ د پاکستان پوځ د دوي پر سيمه د درنو توپونو ډزې کوي، چې په سبب يي څو تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي، خلکو خپل کورون پرې ايښي او نن سبا له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

له دوو مياشتو څخه د کونړ پر ګډون د هېواد پر يو شمېر نورو سرحدي ولايتونو باندې د پاکستان له لوري د توپونو ډزې کيږي.

د مظاهرو څخه نيولی د ولسمشر کرزي او پارلمان تر شکايتونو پورې سياسي او هر ډول ديپلواتيکي هلې ځلې شوي خو تر اوسه يي کومه نتيجه نه ده ورکړي لا هم د مرميو را توغول دوام لري چې تر اوسه يي پر لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي او ډير کورونه يي ړنګ کړي دي.

روح الله انوري-کونړ
XS
SM
MD
LG