د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

ولسي جرګه:عزیزي بانک له ماتې سره مخ دی


د افغانستان د ولسي جرګې ځيني وکیلان په دې باور دي، چې عزیزي شخصي بانک هم د کابل بانک په څېر له اقتصادي ناورین سره مخ شوی او دغه بانک خرڅ شوی دی.

دغه خبر د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې پر همدې بانک د بحث پر وخت د ځینو وکیلانو له خوا وشوه.

د یو شمېر وکیلانو په خبره، چې دغه بانک په غیرې قانوني توګه پورونه ورکړي، له هېواده دباندې یې پانګونه کړې او اوس له ماتې سره مخ دی.

ظاهر قدیر وویل، چې ځیني کسان له دوي څخه غواړي، چې د دې بانک د ماتې خبره پټه وساتي:

“نن سهار ماته د چایو پر وخت 10 لکه ډالره د عزیزي بانک په باره کې راوړل شوي، په دې برخه کې دولت له نیمګړتیاوو سره مخ دی، په کابل بانک کې فساد رامنځته شو او دې لړۍ دوام وکړ او په عزیزي بانک کې هم فساد وده وکړه، ټول واورﺉ نن موضوع پټوي سبا که بیا 6 یا 7 سوه میلیونه ډالره ورک شي، د ولس استازو دا پیسې سبا تاسو ورکوﺉ”


عزیزي بانک په افغانستان کې دوهم لوی شخصي بانک دی، چې په اړه یې دغه ډول څرګندونې کیږي.

خو د ولسي جرګې ځیني نور وکیلان بیا دا خبره نه مني او په وینا یې چې د دې تر شا ځیني سیاسي لوبې روانې دي.

دغه وکیلان وايي، چې ځیني لويي مافیايي کړۍ هڅه کوي، چې افغانستان له اقتصادي ناروین سره مخ کړي او په خپله ګټه کار وکړي.

د ولسي جرګې دوه وکیلان کمال ناصر اصولي او نواب منګل وايي، ځیني وکیلان د ځینو کړېو په خوښه په ولسي جرګه کې دغه ډول موضوعات وړاندې کوي:

“ اصولي: دلته شخصي سیالۍ هم شته او ځیني وکیل صاحبان امکان لري، له ځنیو سوداګرو سره خصوصي مسایل ولري، ځیني مافیايي ډلې شته چې خپل بانکونه پورته کړي او د ځنیو نورو نومونه سپک کړي، په ولسي جرګه کې ځیني وکیلان د ځینو خلکو په فرمایش خبرې کوي.

منګل:اقتصادي مافیایه ده، په دې هېواد کې پر نظام ولسمشر سیاسي فشارونه راولي، چې موږ یې جدي مخالف یو.

کړۍ وې چې دوي غوښتل دغه موضوع یاده کړي ایا دا هېواد کم بحران لري، چې دوي نور ته هم زمینه برابروي.”

د دوي تر څنګه ځینو نورو وکیلانو دا خبره هم وکړه، چې بیله اسنادو د دې بانک په اړه دغه ډول خبرې پر دې بانک تورلګول او له زیان سره مخ کول دي.

دغو وکیلانو وویل، چې په افغانستان کې د شخصي بانکونو په ماته کې د افغانستان بانک د پخواني رئیس عبدالقدیر فطرت لاس دی او باید نړېوال پولیس نوموړی افغانستان ته راولیږي.

د ولسي جرګې د دې غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د شنبې په ورځ به د افغانستان بانک سرپرست خپلې عمومي غونډې ته ورغواړي، چې په دې اړه معلومات ورکړي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د افغانستان بانک د چارواکو غبرګون واخلو خو بریالي نه شوو.

تر دې شا او خوا 9 میاشتې پخوا په افغانستان کې د کابل بانک په نامه یو بل لوی شخصي بانک له اقتصادي ناورین سره مخ شو، چې د افغان چارواکو په خبر له کابل بانک څخه په ناسمه توګه پورونه او د بهرنیانو غلطي مشورې یې د ماتې لاملونه دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG