د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

ًپه فراه کې ۲۶ماین پاکان د طالبانو له منګولو ازاد شول


په فراه کې د دافا موسسې تایید کړې، چې د دغې موسسې شپږویشت تنه ماین پاکوونکي د طالبانو له منګولو څخه ازاد شوي.

د دغې موسسې مشرعبدالسمیع ازادۍ راډیو ته وویل، دغه کسان له کومې معاملې پرته د سپین ږیرو په مرسته خوشې شوي.

تیره چهارشنبې د دغې موسسې دوه دیرش ماین پاکوونکي د وسله والو له خوا تښتول شوي وو چې شپږ تنه یې وژل شوي.

د ننګرهار او کونړ سلګونه اوسیدونکود پاکستان له خوا پر قبایلي سیمو د توغندېو د حملو په غبرګون کې مظاهره وکړه.

دغه مظاهره د ملي پیوستون د ګوند له خوا په لاره اچول شوې وه او په خپلو شعارونو کې یې افغان حکومت د پاکستان او امریکا په غلامۍ تورن کړ.

لاریون کوونکو وویل، پاکستان ته د حملو جرت امریکا ورکړی او ځکه یې ځواکونه په وړاندې غبرګون هم نه ښیي.
XS
SM
MD
LG