د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د کانټیننټل هوټل له بیارغونې وروسته بیرته پرانیستل شوې


په کابل کې په کانټیننټل هوټل د شوې حملې زیانونه که څه هم بیارغول شوي، خو د دې هوټل د مسؤلینو په وینا د میلمنو د ورتګ د بهیر عادي کیدل به لږ څه وخت ونیسي.

د کابل په لویدیځ کې د باغ بالا په لوړو پروت دا هوټل د جون د میاشتې په اته ویشتمه نیټه وروسته له هغې د جګړې په ډګر بدل شو، چې شاوخوا نهه وسله وال مخالفین، چې په وسلو او ځان وژونکو واسکټونو سمبال وو هوټل ته ننوتل.

د هوټل مسؤل محمد اکبر سروري ازادۍ راډیو ته په مرکه کې که څه هم هوټل ته د اوښتي مالي زیان په اړه کره معلومات ورکړل، خو ویي ویل، چې هوټل له بیارغونې وروسته اوس یو ځلې بیا د خپلو میلمنو
د هوټل مسؤل محمد اکبر سروري

پالنه کوي:

(یو شمېر میلمانه، چې مخکې په هوټل کې اوسیدل غوښتل بیرته راشي، خو په هوټل کې دننه، چې کومې تخنیکي ستونزې وې هغه موږ په ډیر لږ وخت کې بیا ورغولې او پرون یو شمېر میلمانه، چې مخکې هم په هوټل کې اوسیدل بیرته هوټل ته راغلل.

هوټل اوس مهال په بشپړ ډول د میلمنو منلو ته تیار دې، بالروم، سالون او د لامبو وهلو د حوض سیمه د ودونو د محفلونو لپاره تیاره شوې او هوټل نن په خپل عادي حالت بیرته فعاله شوې دې.)

په هوټل له شوې جګړې وروسته، چې په کې د وسله والو د ځپلو لپاره د بهرنیو ځواکونو هلې کاپټرې هم وکارولې شي، که څه هم دا ګمان کېده، چې درانه مالي زیانونه به اوښتي وي، خو د سروري په وینا دا زیان دومره نه دې، چې په رسنیو کې یی اټکل کیده.
په کابل کې په کانټیننټل هوټل د شوې حملې زیانونه که څه هم بیارغول شوي


د امنیتي چارواکو په وینا په هوټل د شوې حملې په مهال شاوخوا اویا کورني او بهري مهم شخصیتونه موجود وو، خو د امنیتي ځواکونو چټک غبرګون او د وسله والو نا بلدتیا د دې سبب شوه، چې دوي ته کوم زیان وا نه وړي.

د کانټیننټل مسؤل هم دې مسئلې ته په پام سره د هېواد له امنیتي ادارو وغوښتل، چې د هوټل امنیتي تدابیرو ته زیاته پاملرنه وکړي، څو په راتلونکې کې داسې حمله بیا تکرار نشي:

(زه دا توقع لرم او زما غوښتنه داده، چې د هېواد امنیتي چارواکي په راتلونکې کې د هوټل خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.)

د کانټیننټل هوټل مسؤل دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې همدا اوس د دې هوټل امنیتي مسؤلین د شوې حملې په اړه تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي، څو هوټل ته، چې له مخکې نه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیده د وسله والو د نفوذ راز څرګند کړي.

په دې حمله کې تر سهاره پورې روانه وه د نهو وسله والو په ګډون ټول شپارلس کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

په وژل شوېو کسانو یو هسپانوې وګړې هم شامل وو، چې له یو خصوصوي هوایي شرکت سره یی د پیلوټ په توګه کار کاوه.

خو په کابل کې او بیا په سیمه کې کانټیننټل لومړنې هوټل نه وو، چې د وسله والو له خوا په نښه کیږي، بلکې تردې مخکې د کابل سرینا هوټل او همدا راز د هند په ممبیۍ کې تاج او د پاکستان په اسلام اباد کې هم د ماریوټ هوټلونه هم تر مرګونو حملو لاندې راغلي وو.
XS
SM
MD
LG