د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د بي بي عايشې خسر په ضمانت خوشې شو


د ٢٠ کلنې بي بي عايشې قضيې هغه وخت د خلکو غوسه راوپاروله، چې تېر ميلادي کال د هغې تصوير د امريکا چاپ ټايم مجلې پر لومړي ټايټل چاپ شو.
د ٢٠ کلنې بي بي عايشې قضيې هغه وخت د خلکو غوسه راوپاروله، چې تېر ميلادي کال د هغې تصوير د امريکا چاپ ټايم مجلې پر لومړي ټايټل چاپ شو.
په افغانستان کې څو مياشتې مخکې د يوې ښځې د بدن د غړو د پرې کولو مسئله په نړيواله کچه وغندل شوه، خو اوس ويل کېږي، چې په دې تور يوازېنى نيول شوى کس خوشې شوى دى.

پر حاجي سليمان تور پورې دى، کله چې يې د خپلې نږور(مږور) پزه او غوږونه پرې کېدل، د هغې سر ته يې ټوپک نيولى و.

د بريتانيا چاپ ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې، کله چې دى له زندانه راستون شو، کليوال يې هرکلي ته ورغلل.

د ٢٠ کلنې بي بي عايشې قضيې هغه وخت د خلکو غوسه راوپاروله، چې تېر ميلادي کال د هغې تصوير د امريکا چاپ ټايم مجلې پر لومړي ټايټل چاپ شو. عايشه په ٢٠٠٩م کال کې د خپل بدچلنده مېړه له کوره وتښتېده، خو تر نيول کېدو وروسته يې پزه او غوږونه پرې شول، هغه مرګ ته سترګې په لار وه.

د ټايمز د راپور پر اساس، کليوالو عايشه وژغورله، وروسته د امريکا د پوځ له خوا له افغانستانه وايستل شوه. هغې خپل مېړه قدرت الله او خپل خسر حاجي سليمان تورن کړي چې د هغې پزه او غوږونه يې پرې کړي دي.

د ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې، حاجي سليمان چې په تې تور نيول شوى و، په ضمانت خوشې شوى دى، خو اوس دا د پېښې اصلي قرباني او يوازېنۍ عيني شاهده بي بي عايشه ده، چې کولاى شي په دې اړه خبرې وکړي، هغه تر عملياتو وروسته لا هم په امريکا کې ده.

٤٥ کلن سليمان د تېر ميلادي کال په وروستيو کې ونيول شو خو د هغه زوى او د بي بي عايشې مېړه قدرت الله پاکستان ته وتښتېد. سليمان وايي د خپلې نږور په قضيه کې لاس نه لري.

سلمان د ارزګان د مرکز ترين کوټ له زندانه تېره اوونۍ ازاد شو او خپل پلرني ټاټوبي چورې ولسوالۍ ته لاړ. د سيمې خلک وايي شا و خوا ١٥ کليوالو مشرانو د هغه تود هرکلى وکړ. سليمان دوى ته مخ واړاوه او ويې ويل:

”زه ازاد يم، دا قضيه ختمه شوه او زه به بيا لاړ نه شم“

د حاجي سليمان د خوشې کېدو دليل څرګند نه دى، څارنوالانو مخکې ويلي وو، تر هغو چې بي بي عايشه له امريکا راستنه شوې نه وي او اسناد وړاندې کړي نه وي، دا قضيه مخته نه شي تلاى.

د چورې ولسوالۍ څارنوال محمد حنيف تاييد کړه چې ښاغلى سليمان د يوه دکاندار په ضمانت خوشې شوى، خو د ارزګان د والي وياند وويل له مسئلې نه دى خبر.

د بي بي عايشې پلار محمدزى وايي، د لور قضيې يې کورنى ژوند خراب کړى دى. محمدزي خپل کور پرېښى او اوس د سليمان د کورنۍ او طالبانو له وېرې خپل کور ته نه شي تلاى.

ده ټايمز ته وويل:

”دوى وايي ما افغانان وشرمول، ځکه خپله لور مې پرېښوده چې امريکا ته بېول شي، اوس دوى راته وايي چې لور دې بې دينه شوې او له بې دينو خلکو سره اوسي“

محمدزي ورځپاڼې ته دا هم وويل، که چېرې يې طالبان ونيسي، د ژوندي پاتې کېدو امکانات يې کم دي.

د چورې ولسوالۍ يوه کليوال بزګر، ٢٥ کلن عبدالقيوم ټايمز ته وويل، داسې اوازې دي، چې سليمان د رشوت په ورکولو سره خوشې شوى دى.

د ده په باور د جنوب په محافظه کاره ټولنه کې دا قضيه ډېره لويه شوه، زيات خلک په دې باور دي چې محمدزي خلک وشرمول.

دغه کليوال تاييد کړه، که چېرې محمدزى بېرته خپل اصلي کلي ته راشي، طالبان به يې ووژني.
XS
SM
MD
LG