د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

افغان امنیتي چارواکي د بریدونو په اړه له پاکستان سره جدي دی


له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت شورا په خپله غونډه کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي سیمو د وروستیو حملو په اړه خبرې وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې چې مشري ولسمشر حامد کرزي کوله امنیتي چارواکو وویل، چې د پاکستان له حکومت سره په جدیت سره په تماس کې دي څو د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو دغه شان بریدونه تکرار نه شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او نورو امنیتي مسولانو وویل، چې د دوي او ناټو ځواکونو د افسرانو یوه ګډ پلاوي په دې وروستیو ورځو کې پاکستان ته سفر تللې وو او د وروستیو بریدونو په اړه يې له پاکستاني مقاماتو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په داسې حال کې د پاکستان له خاورې پر سرحدي سیمو د بریدونو په مسله خبرې کوي چې د افغانستان د سرحدي سیمو قومي مشرانو او ولسونو د دغو حملو په وړاندې د حکومت پر دریځ انتقاد کړی دی.

دغه قومي مشران او ولسونه له ولسمشر کرزي او افغان دولت څخه غواړي چې د پاکستان له خاورو د دغه شان حملو د مخنیوي لپاره عاجل او جدي ګامونه واخلي.

د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي سیمو د حملو په اړه له خبرو اترو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو همکارېو د سند په اړه غور وبحث وکړ .

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا وویل، چې د دغه سند د لاسلیک کولو څخه دمخه ځیني داسې مسلې شته چې باید د دواړو هېوادونو تر منځ په لوړه سطحه مطرح او خبرې پرې وشي.

افغان حکومت وايي، په کابل کې د امریکا سفیر او د ناټو عمومي قومندان سره يې هم په دې اړه خبرې کړي او هغوي ژمنه کړې چې دا مسله به له واشنګټن سره شریکه کړي.

خو له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې هغو موضوعاتو ته اشاره نه ده شوې چې د ملي امنیت سلاکار وايي، مهمې دي او باید د افغانستان او امریکا تر منځ په لوړه سطحه مطرح شي.
XS
SM
MD
LG