د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۹

په فراه کې ٧ ماين پاکان ووژل شول


په فراه کې د دودېرشو ماين پاکانو له جملې چې وسلوالو تښتولي وو، اووه تنه يې وژل شوي دي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ مرستيال ويلي دي چې له دغو کسانو سرونه پرې شوي دي.

خو په فراه کې ځينو امنيتي چارواکو د ازادۍ راډيو خبريال ته ويلي چې شپږ تنه وژل شوي او دوه تنه ژوندي خوشې شوي دي. امنيتي چارواکي وايي د پاتې نورو کسانو د خوشې کېدو لپاره د دوى هڅې روانې دي.

په دې باب د خلکو نظرونه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ

XS
SM
MD
LG