د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

جنوبي سوډان د نوي هېواد په توګه


د جنوبي سوډان بيرغ
د جنوبي سوډان بيرغ
متحد ایالاتو جنوبي سوډان د یوه نوی هیواد په توګه په رسميت وپېژانده. ولسمشر بارک اوباما په داسې حال کې په واشنګټن کې په یوه بیان کې ددې هیواد په رسیمت پیژندل اعلان کړل چې د جنوبي سوډان خلکو د خپلې خپلواکۍ لومړۍ ورځ په پایتخت جوبا کې د بیرغ په اوچتولو ولمانځله.

په دې مراسمو کې په زرګونو سوډانیانو او په لسکونو نړیوالو مقاماتو برخه اخیستې وه.

بیرغ د پارلمان د مشر ددې خبرې سره سم اوچت شو چې ویل یې موږ په ازاده توګه د خلکو د استازو په توګه ټاکل شوي یو ، په دې توګه جنوبي سوډان خپلواک او د یوه مستقل هیواد په توګه اعلان شو .

د سوډان ولسمشر عمر البشیر او د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بانکي مون، د هغه نړیوال پلاوي په ډله کې وو چې د جنوبي سوډان په پایتخت جوبا کې یې په دې اړه د لمانځنې په مراسمو کې ګدون کړى و.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کولن پاول هم په دې ډله کې و. ولسمشر عمر البشیر د جنوبي سوډان خپلواکي په رسیمت پېژندلې.

د جنوبي سوډان خپلواکي له څو لسیزو راهیسې له شمالی سوډان سره تر لانجو ورسته ترلاسه شوه چې په ترڅ کې یې شاو خوا یو نیم مليونه انسانان ووژل شول.

د خپلواکۍ د لمانځني مراسم په جنوبي سوډان کې د افغانستان په وخت تېره شپه په یوه نیمه بجه پیل شول .

په دې توګه جنوبي سوډان د ملګرو ملتونو له خوا په نړۍ کې د یو سلو درې نویم هیواد په توګه وپیژندل شو او په افریقا کې د ملګرو ملتونو څلور پنځوسم غړی وګڼل شو .
XS
SM
MD
LG