د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۸

د سوريې په حما ښار کې مظاهرې وشوې


په سوريه کې د امريکا سفير پرون حما ښار ته لاړ
په سوريه کې د امريکا سفير پرون حما ښار ته لاړ
په زرونو سوریایانو نن په مرکزي ښار حما کي د جمهور رییس بشار الاسد د رژیم د ړنګولو شعارونه ورکړل.

تېره اوونۍ هم پدي ښار کي شاوخوا دري لکه کسانو مظاهره کړې وې . دا ښار د حکومت پر ضد د مظاهرو په اصلې مرکز بدل شویدی.

په عین حال کي سوریې وروسته له هغې د امریکا متحده ایالات ددي هیواد په کورنیو چارو کي په لاس وهنې تورن کړل چي په دمشق کي د امریکا سفېر دغه ستونزمن ښآرته لاړ او هلته یي له مظاهره کوونکو سره وکتل.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وایي، حما ښار ته د امریکا د سفېر رابرت فورډ سفر د متحده ایالاتو د لاس وهنې څرګند ثبوت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکټوریا نولاند وایي، سفېر رابرت فورډ، حما ښار ته د سفر په اړه د سوریې حکومت ته خبر ورکړی و.

په سوریې کي د فرانسې سفېر هم نن د حما ښار له خلکو سره د ملاتړ څرګندولو په دود، دغه ښار ته سفر وکړ.

له بلې خوا فعالان وایي، امنیتي ځواکونو په مرکز دمشق کي په مظاهره کوونکو ډزې وکړې او یو شمېر کسان یي ووژل.
XS
SM
MD
LG