د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۱

پاکستان به د ناټو د اکمالاتو لار وتړي؟


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پنجشنبې په ګڼه کې د پاکستان د ترانزیتي لارو له درکه د امریکا پر اندېښنې تبصره کړې او لیکلي یې دي چې د پاکستان پر لارو د امریکا د اندېښنو له زیاتېدو سره په یووخت په افغانستان کې د امریکا پوځ د اکمالاتو لپاره هوايي او همداراز د منځنۍ اسیا لارو ته مخه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا وېره لري چې پاکستان به خپلې لارې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر مخ بندې کړي.

د پاکستان او امریکا اړیکې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د پاکستان خاورې ته د امریکا د کومانډو ځواکونو د اوښتو له کبله خړپړشوي دي.

ورځپاڼه وايي چې د پاکستان پر ځای له نورو لارو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو اکمالات به د دوی مصرف خورا زیات کړي او له بلې خوا به امریکا د منځنۍ اسیا پر دیکتاتورو هیوادونو لا ډېره متکي کړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه مقام، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل:

«یا د پاکستان لاره ده او یا هم د منځنۍ اسیا- دا هغه دوه انتخابونه دي چې موږ یې لرو. غوره ګڼو چې دواړه لارې ولرو او یوازې پر یوې متکي ونه اوسو بلکې تل د متبادلو لارو امکان ولرو.»

د امریکا د دفاع وزارت مقامات وايي که د پاکستان لارې بندې شي دوی د اضطراري حالت لپاره نور پلانونه لري.

ورځپاڼه په دوام کې لیکي چې د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان ته اکثره تلونکي مواد د ازبکستان له لارې تېرېږي چې رژیم یې د بشري حقونو ښه سابقه نه لري.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو د ایستلو پر پلان تبصره کړې.

ورځپاڼې افغانستان ته د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کامرون د سفر او په دې هیواد کې بریتانوي ځواکونو ته د هغه څرګندونو له یادولو وروسته د بریتانیا ولسي جرګې یا د عوامو جرګې ته د ښاغلي کامرون وینا اقتباس کړې چې وايي بریتانیا به په ۲۰۱۲ کال کې له افغانستانه پنځه سوه سرتېري وباسي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم دا شمېر د هغه څه نیمايي دی چې کامرون او د ده امنیتي چارواکو مخکې پرې غور کاوه.

پر دې سربېره دا پنځه سوه سرتېري چې راتلونکی کال ایستل کېږي، هیڅ یو یې جنګي یا حربي سرتېری نه دی.

د دې پلان له عملي کېدو سره سره به بیا هم بریتانیا له امریکا وروسته په افغانستان کې تر ټولو زیات سرتېري ولري.

ورځپاڼه زیاتوي چې کامرون په دې توګه د خپلو خلکو او پوځي قومندانانو د غوښتنې ترمنځ یو ډول انډول راوست.

پوځي قومندانانو د زیات شمېر ځواکونو د ایستلو په وړاندې خبرداری ورکړی و.

قومندانانو ویلي وو چې د دوو نورو کلونو یا د جګړې د دوو نورو فصلونو لپاره حربي ځواکونو ته اړتیا لري څو د هغو سیمو امنیت تضمین شي چې په وروستیو کې هلته طالبان تصفیه شوي دي.
XS
SM
MD
LG