د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

بشر دوست: وکیلان باید د پاکستان د سفارت ترمخ احتجاج وکړي


ولسي جرګې د هیواد په ختیځو سیمو د پاکستان له لوري د درنو وسلو د کیدونکو حملو د څیړلو لپاره د یو پلاوي د لیږلو د پریکړې ترڅنګ د دې حملو په وړاندې د احتجاج په نورو لارو چارو هم غور وکړ.

د جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې په داسې حال کې، چې سیمې ته یې له یوه اندازه مرستې سره د بیلابیلو کمسیونونو یو ګډ پلاوي د استولو پریکړه وکړه، د دې حملو په وړاندې د رمضان بشر دوست د اعتراض وړاندیزهم مناسب وباله.

نوموړي د پاکستان د حملو په اړه د افغان حکومت په غبرګون کلک انتقاد وکړ او ویې ویل، چې وکیلان باید خپله لاس په کار شي او د پاکستان سفارت مخې ته دې په احتجاجي توګه راټول شي.

موږ کولی شو، چې د خلکو لس شل کسه استازي ورشو او په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته راټول شو او پرته له دې، چې نعرې سورې ووهو د بنځو دقیقو لپاره په ځمکه د اعتراض په توګه کینو.

افغان کمانډو کیاني په تندي ویشتلی شي:

زما بل وړاندېز دا دی، چې زه غواړم خپل ولسمشر ته ووایم، چې موږ نه غواړو تاسو بې ګناه پاکستانیان، که هغه پښتانه دي او که پنجابیان ووژنۍ، خو زموږ په پوځ کې یو کمانډو شته، دا کمانډو کولی شي، چې د ښاغلی کیاني په تندي یوه مرمۍ ننه باسي.″

که څه هم جرګې په کابل کې د پاکستان د سفارت په وړاندې د اعتراض لپاره د ښاغلي بشر دوست وړاندېز تر یوه حده تایید کړ، خو پریکړه وشوه، چې په دې اړه به د شبنې په ورځ خبرې وشي او بیا به وپتیلې شي، چې څه وشي.

له کله راهیسې، چې دا حملې پیل شوي، ولسي جرګې تقریباً هره ورځ دغه مساله په خپله اجنډا کې شامله کړې او په دې اړه یې د هیواد له امنیتي مسوولینو څخه وضاحت هم اخستی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان د دغو حملو په اړه د ولسي جرګې بحث وروسته له هغې په شخړه بدل شو، چې وکیلانو د افغان حکومت په غبرګون سخت انتقادونه وکړل او بیلابیل مشران یې تورن کړل.

خو د جرګې اداري پلاوي د دې شخړې په اړه د بیلابیلو وکیلانو د نظریاتو له اوریدو وروسته داسې شخړې د جرګې په زیان وبللې او د هغې د مخنیوي غوښتنه یی وکړه.


د جرګې مشر هم په دې اړه خپل افسوس څرګند کړ او دا یې هم وویل، چې د ولسي جرګې د اصولو برخلاف غونډې ته وسله هم راوړل کیږي.

″دا پرون چې چا په یو بل کس حمله وکړه دا د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو او قانون خلاف عمل و. د ځینو معلوماتو له مخې بیا بیا غونډو ته وسلې هم راوړل شوي او موږ او تاسو ته څو څو وارې ویلي، چې د وسلو راوړل د قانون خلاف کار دی او په یو ډول د جرګې غړو ته سپکاوې دې. نو دا اوس د ولسي جرګې په غړو اړه لري، چې په دې برخه کې څه کوي.″

تر دې مخکې هم د جرګې غړي د داسې شخړو شاهدان وو، خو دا ځلې لږ څه پرمختګ په کې لیدلې کیده او هغه دا، چې د بوتلو ځای بوټانو نیولی و او د ښځینه وکیلانو ترمنځ د څوک وهلو ننداره هم په خپل نوعیت کې بې سارې وه.

د شخړې اصلي علت د پاکستان د حملو په وړاندې د افغان دولت غبرګون و، چې وکیلان پرې په دوو ډلو وویشل شول.

که څه هم جرګه او ځینې نورې کړۍ په دې برخه کې د افغان حکومت له خوا د سخت غبرګون او کله نه کله د ورته اقدام کولو غوښتنه کوي، خو خپله ولسمشر بیا په دې باور دی، چې داسې کوم ځواب د افغانانو په ګټه نه دی.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG