د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

دولسي جرګې غونډه د دوو ښځینه وکیلانو په فزیکي شخړې پای ته ورسیده


حمیدې احمدزې پر دې ویشتل شوی بوټ لومړی خبریالانو ته وښود او بیا یې خپل کور ته یووړ
حمیدې احمدزې پر دې ویشتل شوی بوټ لومړی خبریالانو ته وښود او بیا یې خپل کور ته یووړ
د پاکستان د حملو په اړه د ولسي جرګې بحث وروسته له هغې په شخړه واوښت چې یوشمېر وکیلانو انتقاد وکړ، چې په هره مساله کې یوازې د ولسمشر کرزي نوم یادیږي.

ځینو وکیلانو وویل، چې د افغانستان ساتنه د هرچاروکي دنده ده او یوازې په ولسمشر نه باید انتقاد وشي، بلکې په دې برخه کې دې د ځینو نورو چارواکو نومونه هم واخیستل شي.

نننۍ فزیکي شخړه د ولسي جرګې د غړې ارین یون د خبرو په غبرګون کې را ولاړه شوه، چې یوشمېر نورو وکیلانو یې هم ملاتړ وکړ.

میرمن یون په افغان چارواکو د ولسي جرګې دغړیو انتقادونه یواړخیزه وبلل او زیاته یې کړه، چې د ولسمشر لومړی او دویم مرستیال هم د افغانستان د ساتنې دنده لري او باید پرې انتقاد وشي.

″د افغانستان ساتنه له ولسمشر نه نیولې تریوه عادي کسه پورې د ټولو دنده ده. یوازې د ولسمشر کرزي نه بلکې د دواړو مرستیالانو دنده یې هم ده.

نو مارشال صاحب دې مخ ته شي موږ به ټول ورپسې شو او له دویم مرستیال څخه مې غوښتنه دا ده، چې لکه څرنګه یې چې به بهسودو کې خیمه وهلې وه، په کونړ کې دې هم خیمه ووهي.

د میرمن یون خبره ځینو وکیلانو تایید کړه، خو په غونډه کې یې د یو شمیر مخالفه وکیلانو حساسیتونه راوپارول.

کله چې حمیدې احمدزۍ د ارین یون خبرې تایید کړې د ولسي جرګې د یوې بلې غړې نظیفې ذکي له خوا تر فزیکي برخورد لاندې راغله.

همدې فزیکي برخورد سره د ولسي جرګې غونډه هم له کنټروله ووته او بې نتییجې پای ته ورسیده.

د یادولو ده چې په دغه فزیکي شخړه کې حمیده احمدزۍ د نظیفې ذکي له خوا لومړۍ په بوټ او وروسته په سوکانو ووهل شوه.

حمیدې احمدزۍ په ډیره غوسې د نظیفې بوټ له تالاره دباندې راوویست او خبریالانو ته یې له ښودو وروسته له ځانه سره یوړ.

په ولسي جرګه ګې فزیکي شخړه څه نوې خبره نه ده بلکې له دې وړاندې هم په وار واروکیلانو یو پربل وارونه کړي او د ولسي جرګې غونډې یې ګډې وډې کړي دي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG