د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د نورستان په کامديش ولسوالۍ کې جګړه روانه ده


طالبان ادعا کوي، چې د کامدېش ولسوالۍ د دوی تر ولکې لاندې ده.
طالبان ادعا کوي، چې د کامدېش ولسوالۍ د دوی تر ولکې لاندې ده.
وسله والو طالبانو نن د سې شنبې د ورځې په سهار د نورستان په کامديش ولسوالۍ او يو شمېر سرحدي پوستو باندې بريدونه پيل کړي دي.

د دغه ولايت امنيې قوماندان شمس الرحمن زاهد نورستانی ازادي راډيو ته وويل: ″نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د ګوارديش پله ته څېرمه د سرحدي پوليسو پر پوسته بريدونه پيل کړي، چې لاهم جګړه روانه ده.″

نورستاني زياته کړه، چې وسله والو پر ولسوالۍ هم بريدونه پيل کړي، خو امنيتي پوليس د مقامت په حال کې دي.

امنيې قوماندان د تلفاتو په اړه سمدستي ناخبري وښوده.

بل خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا له نامعلوم ځايه څخه ازادۍ راډيوته د ټيلفون په لکيه وويل، له څه مودې راهيسې کامديش ولسوالۍ د دوی په ولکه کې ده او نن سهار څلور بجې يې د دغه ولسوالۍ ګوارديش سيمه کې په پنځو امنيتي پوستو بريدونه کړي؛ چې تر دامهاله يې څلور امنيتي پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او په يوې هغې لاهم جګړه روانه ده.

طالب وياند داهم وايي، چې تر بريد لاندې امنيتي پوسته کې بهرني ځواکونه هم شتون لري.

نوموړى په جګړه کې د يو شمېر غنيمتونو د لاسته ورتلو ادعا هم کوي.

خو چارواکي د طالبانو دا ادعاوې په کلکه ردوي .

کامديش ډيورنډ کرښې ته څېرمه هغه پرته ولسوالۍ ده، چې د چارواکو په وينا وخت ناوخت د پاکستان له لوري د وسله وال طالبانو وراوړي او په سيمه کې د دولت ضد چارې ترسره کوي.

د دغه ولايت وانت وايګل ولسوالي هم له تېرو شاوخوا درې مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

راپور: محمد داوود وفا – ننګرهار
XS
SM
MD
LG