د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

احدي:که سوداګر د پټرولو بیې راټيټې نه کړي، غلي نه پاتیږو


د سوداګرۍ او صنایع وزیر انوار الحق احدي
د سوداګرۍ او صنایع وزیر انوار الحق احدي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، که چېرې د سون موادو افغان سوداګر په خپله خوښه د دغو موادو بیې په معیاري ډول راکښته نه کړي، موږ به یې په اړه اقدام وکړو.

دا خبردارى په داسې وخت کې د نفتي موادو سوداګرو ته ورکول کیږي، چې اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې یې بیې ډیرې لوړې شوي او د یوه لیټر پټرولو بیه 61 افغانۍ او د یوه لیټر ډیزلو بیه تر دې هم پورته شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایع وزیر انوار الحق احدي د دوشنبې په ورځ په نړېواله کچه د سون موادو تولید او د بیو لوړېدو ته په اشاره وویل، چې په هېواد کې اوسنۍ بیې عادلانه دي خو که چېرې بیا هم سوداګر د دوى د ټاکلي کمېټې له معیارونو سرغړونه وکړي، دا وزارت به چپ پاتې نه شي:

“موږ خپله محاسبه د نفتي موادو له سوداګرو سره شریکه کړه، زما په نظر د یوه لیټر پټرولو او یوه لیټر ډیزلو عادلانه بیه باید 56 یا 57 افغانۍ وي.

موږ نن یوه کمېټه جوړه کړه، چې د تیلو له بازار څخه لیدنه وکړي او د لویو پلورونکو په مخ کې له پرچون پلورونکو څخه تعهد واخلي.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت له سوداګرو هیله کوي، چې په خپله خوښه زموږ تیار شوې فورمول مراعت کړي، خو که چېرې په داوطلبانه ډول د پټرولو بیه راکښته نه شوه، د سوداګرۍ وزارت ضرور په بازار کې مداخله کوي.”

د کابل تر څنګه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک شکایت کوي، چې د سون موادو لوړو بیو له ستونزو سره مخ کړي، د دوي په خبره، چې کرایې لوړې شوي او پر کاروبار یې بد اغېر کړي.

دوي پر افغان دولت انتقاد کوي، چې په دې اړه یې جدي پام نه دی کړی او دې حالت ته یې پخوا تیاری نه دی نیولی.

خو د افغانستان د سوداګرۍ وزیر وايي، چې دولت په دې اړه پوره مالي امکانات نه لري او یوازې د یوه منتظم په ډول رول لوبوي.

ښاغلي احدي وویل، چې که بیا هم د ازاد بازار اوسني سیسټم نتیجه ور نه کړه، نو دوي به د مجبورۍ له مخې انحصار ته مخه کړې:

”دولت اوس نه مالي توان لري او نه پلان، چې د تیلو یو لوی رانیوونکی او توضیع کوونکی و اوسي، دولت د یوه منتظم رول لري، که دغه ازاد بازار نتیجه ورنه کړي، نو دولت مجبور دی چې د انحصار خوا ته ولاړ شي.

پر دې اساس که دولت غواړي انحصار په لاس کې ونیسي او لوی د تیلو پلورونکی شي، بیا نو باید 4 یا 5 سوه میلیونه ډالره پانګه ورته بیله شي، چې اوس یې نه لرو.”

د افغانستان اساسي قانون خصوصي سکتور ته اجازه ورکړې، چې په همدې چوکاټ کې سوداګر د ازاد بازار له سیسټم څخه هم ګټه اخیستی شي او په بیو کې هم ادلون بدلون کولای شي.

خو اوس خلک د ازاد بازار له مروج شوي سیستم څخه شکایت کوي او وايي، چې سوداګر او پلورونکي پر خپل سر بیي ټاکي او زور یې تر عامو خلکو خیژي.

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، چې افغانستان په وچه کې پروت او خپله تولیدي هېواد نه دی او هر کال تر 3 میلوینو ټنو ډیر د سون مواد کاروي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG