د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

مجددي:د کرنې د کوپراتیفونو له لارې به کرنه وده وکړي


د کرنې وزارت د کوپراتیفونو ريیس عبدالرزاق مجد دي
د کرنې وزارت د کوپراتیفونو ريیس عبدالرزاق مجد دي
د افغانستان د کرنې وزارت هڅې پیل کړي دي، چې د کرنې د کوپراتیفونوله لارې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بزګرو، مالدارو او باغ لرونکو حاصلات زیات شي.

د دې وزارت چارواکي وایي، غواړي چې د کرنې کوپراتیفونه د یوه منظم او اغیزمن پلان له مخې له پخوا څخه لا پسې فعال شي.

د کرنې وزارت د کوپراتیفونو ريیس عبدالرزاق مجد دي د دوشنبې په ورځ پر کوپراتیفونو د بحث په ناسته کې ازادۍ رادیو ته وویل چې په تنظیم شوي ناسته کې د کابل، پروان او کاپیسا د ولایتونو د کوپراتیفونو ريیسانو، څو تنو فرانسوي ماهرینو او د چارو یو شمېرافغان پوهان ګډون کړی دی.

ښاغلي مجددي د موضوع اهمیت داسې بیان کړ:

«د کرنې د وزارت پام تل د کوپراتیفونو زیاتوالي ته ده، چې کرنه وده وکړي، حاصلات زیات او لګښت یي کم شي.

اوس مهال په هېواد کې له درې زرو څخه زیات کوپراتیفونه شته چې شاوخوا څلور لکه بزګر په کې تنظیم دي او په دې وختونو کې هڅې تیزي شوي چې کوپراتیفونه فعال او له بزګرو سره مرستې وشي.»

ښاغلي مجددي زیاته کړه، د کرنې کوپراتیفونه په هېواد کې له شاوخوا شپیته کالو راهیسي فعال دي، خو په تیرو حکومتونو کې د دې پرځای چې بزګر ځیني ګټه واخلي، سیاسي ګټې ترې پورته شوي دي.

ده وویل، دوي غواړي دا کوپراتیفونه له نوېو پروګرامونو سره له بزګرو سره مرستې وکړي او د حاصلاتو زیاتیدو ته یي زمیني برابرې کړي.

خو افغان بزګر وایي، که کوپراتیفونه په ریښتیني او شفافه توګه کار وکړي، د دوي ستونزې کمولای شي.

د ننګرهار ولایت یو تن بزګر سردارمحمد د دوي د اړتیاو په هکله ازادۍ رادیو ته وویل:

«کوپراتیفونه ښه دي، خو په هېواد کې ځمکه شته خو اوبه نشته، سربیره پر دې بزګرو ته باید تخمونه، سرې، ماشین الات او پورونه ورکړل شي او ورسره يي حاصلاتو ته مارکیټ پیدا شي.»

بزګر دا هم وایي، یوازې کوپراتیفونه په دې محدودو پروګرامونو کې نه شي کولای د دوي ستونزې اوارې کړي.

دوي وایي، له هرڅه لومړی دوي د اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

کارپوهان وایي، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د اقتصادي ودې تر ټولو لنډه او اسانه لاره د کرنې د سکتور پیاوړتیا ده، دوي وایي دولت باید د دې وړتیا ولري چې په دې برخه کې د نړېوالې تولنې زیاتې مرستې جلب کړي.

د کرنې وزارت زیاتوي، د کرنې د سیستم پراختیایي پلانونه ترتیب کړي، چې په وروستیو کلونو کې یې په دې سیستم کې د پام وړ بدلونونه راوستي دي.
XS
SM
MD
LG