د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

خبریالان:رسنیو په مکرر ډول زموږ حقونه تر پښو لاندې کړي


که څه هم په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې ډیرې خصوصي رسنۍ فعاله شوي خو د دې رسنیو کار کوونکي د خپل کار د نه خوندیتوب له امله شکایت کوي.

د یو شمېر خصوصي رسنیو خبریالان وايي، چې دوي له خپلو رسنیو سره په بېلابېلو ستونزو کې لاس او ګریوان دي او په دې رسنیو کې په مکرر ډول د دوي حقونه تر پښو لاندې کیږي، خو داسې اداره نشته چې له دوي سره د کیدونکي زور زیاتي پوښتنه وکړي.

د بېلابېلو خصوصي افغاني رسنیو یو شمېر کار کوونکو، چې د خپلې دندې له لاسه تللو له ویرې د نوم له ښودلو ډډه کوله ازادۍ راډیو ته وویل:

( زه د ژورنالیزم له پوهنتونه فارغ یم، اوس په یوه خصوصي رسنۍ کې کار کوم، زیاتره رسنۍ د خپلو شخصي ګټو په خاطر جوړې شوي، څو ورځې وړاندې زموږ په دفتر کې له یو خبریال وړه تیروتنه وشوه، د دې ترڅنګ چې تړون یي هم لرلو، وې شړلو.

بله ستونزه دا ده، هغه تنخوا چې خصوصي رسنۍ ورکوي د میاشتې په جریان کې له خبریال نه په بېلابېلو بهانو ګرځول کیږي، که یو خبریال دوه سوه ډالره تنخوا ولري، نو د میاشتې تر اخره یو نیم سل ډالرو ته راځي نورې ترې کټ کیږي او ورته وایي، چې تا تیروتنې ډیرې کړې دي.)

دوي په ورته وخت کې ځینو نورو ستونزو ته هم اشاره کوي، چې په ځانګړې ډول په خصوصي رسنیو کې ورسره لاس او ګریوان دي او له ټاکل شوي وخت نه د کومې مادې ګټې پرته زیات کار کول دي.

دغه افغان خبریالان له دولته غواړي، چې دوي ته د ور پېښو ستونزو د هواري لپاره جدي اقدامات وکړي.


که څه هم د خبریالانو د ستونزو زیاته برخه د اطلاعاتو کلتور وزارت ته متوجه ده، خو موږ بریالي نه شو، چې په دې اړه د دغه وزارت د کوم چارواکي نظر اخیستلو شو.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا په خبریالانو له اتو ساعتونو څخه زیات کار اخیستل، هغه هم له کوم مزد پرته جبر وباله.

د دې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د کار په قانون کې دهر وګړي لپاره د کار اته ساعته رسمي وخت ټاکل شوی او که چېرې، یو کس له اتو ساعتونو زیات کار وکړي، نو باید ورته اضافه کاري ورکړل شي.

د دغه وزارت ویاند علي افتخاري وايي:

(د کار په قانون کې ډیر واضع دي، هر هغه شخص که هغه د دولت مامور وي او یا په خصوصي دفتر کې دنده لري، که چېرې له اتو ساعتونو زیات کار وکړي اړوند اداره یي اړه ده، چې هغه ته د اضافه کارۍ په نوم بیله تنخوا ورکړي.

که چېرې دا کار ونه کړي، نو د کار قانون د څلورمې مادې له مخې دی ډول کار ته اجباري کار ویل کیږي، چې دا په هیڅ ځای کې د زغم وړ نه دی.

د کار نړېوال میثاق چې افغانستان یي هم غړیتوب لري په هغې کې هم راغلي، چې په اونۍ کې څلویښت ساعته او په ورځ کې اته ساعته کار دی.

هر څوک که هغه خبریال دی یا بله دنده لري د اضافه کار په وړاندې باید امتیاز ترلاسه کړي.)

نوموړی وایي، چې دوي به د ژورنالیستانو د دې ستونزې په مقابل کې د هغوي کاري وختونه او مزد وګوري او په وړاندې به یي قانوني اقدامات وکړي.

اوس مهال په افغانستان کې له دیرشو زیات شخصي ټلویزیونونه، له یو سله پنځوسو زیاتې راډیو ګانې او سلګونه چاپي ورځپاڼې او انټرنيټ سایټونه فعال دي، چې په کې له اوو زرو زیات خلک په دنده بوخت دي.

ژور نالیستان داسې مهال له دغو خصوصي رسنیو د خپلو حقونو غوښتنه کوي، چې کله ناکله ځیني خبریالان د خپل مسلک مطابق په اصولو کار نه شي کولای.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG