د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ای اس ای په پاکستان کې د یو شمېر ملتپالو له خوا د ناامنیو طراح بلل شوی


د ای اس ای مشر احمد شجاع پاشا
د ای اس ای مشر احمد شجاع پاشا
په پښتني سیمو کې د روان بحران په هواري کې د ملتپالو د رول تر سرليک لاندې په هغه یو ورځني سمينار کې چې د یکشنبې په ورځ د پيښور په پریس کلب کې جوړ شو یو شمېر پښتنو ملتپالو د کرښې دواړې خواوو ته د روان کړکیچ اصلي لامل په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتي ادارو بې ځایه لاس وهنې وبللې.

دا سمینار د پام په نوم د یوه ملتپاله تحریک له لوري رابلل شوی و او د یو شمېر سیاسي او ملتپالو ګوندونو استازېو، ليکوالو او د مدني ټولنې غړېو په کې ګډون کړی و.

د خيبر پښتونخوا یو تن پخواني وزیر او ملتپاله سیاستوال فرید توفان وویل، افغانستان او د پاکستان پښتني سیمې دا مهال په هغه اور کې سوځي چې څه باندې درې لسيزې وړاندې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر برید وروسته د ای اس ای د بې ځایه مداخلو له امله پيل شوی:

(په افغانستان او پاکستان کې دا ټول ورانی او جنګ جګړې همدې استخباراتي ادارو جوړ کړی، که د دې کړېو مخه ونیول شي نو په دواړو هېوادونو کې به پوره امنیت ټینګ او سوله به راشي.

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې یا ای اس ای په افغانستان کې هغه خلک په لاس کې ونیول چې د دوي اوامر به یې عملي کول او هر چا چې به په افغانستان کې ډیر تخریب کاوه هغوي ته به ډیر امتیازات ورکول کیدل.)

نوموړي وویل، د پاکستان واکمن باید حقایق درک کړي او په سیمه کې د امنيت د ټينګیدا لپاره په اخلاص ګامونه پورته کړي.

د پاکستان عوامي تحریک ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر شهاب خټک د پاکستان په ګډون د افغانستان نور ګاونډیان او هغه نړېوال قوتونه چې په دې قضیه کې دخیل دي په دوه مخې تګ لارې تورن کړل او زیاته یې کړه چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هیڅوک یې په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه لري:

(د افغانستان په هکله دې دا دوه مخې تګ لاره نوره پریښودل شي او له زړه نه دې د افغانستان خپلواکي او ملي حاکمیت ومنل شي او هم دې ټول لوري په دې خپلواک او مستقل هېواد کې لاس وهنې بندې کړ.

افغانان دې پريښودل شي چې د خپلو روایاتو او قوانینو په رڼا کې خپل برخلیک وټاکي او له هرچا سره چې یې خوښه وي دوستانه اړيکې ټینګې کړي.)

خټک له افغانانو هم غوښتنه وکړه، چې په خپله خاوره کې باید د بهرنیانو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنو مخه ونیسي.

د پاکستان پيپلز ګوند شيرپاو ډلې یو تن مشر عثمان خلیل هم په افغانستان کې د سولې د ټينګښت پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د ګاونډیو هېوادونو لاس وهنې وبللې.

نوموړي د پاکستان امنیت له افغانستان سره تړلی وباله او زیاته یې کړه چې که د اسلام اباد واکمن په خپل هېواد کې کراري غواړي نو په افغانستان کې خپلې لاس وهنې بندې او د سولې له بهیر سره دې مرسته وکړي:

(یو قوم او هېواد تر هغې پرمختګ نه شي کولای څو پورې چې له بشپړ امنیت څخه نه وي برخمن، په افغانستان کې هم تر هغې سوکالي نه شي راتلای ترڅو چې د جنګ جګړو لمن نه وي ټوله شوي.

په دې کې هيڅ شک نشته چې په پاکستان په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا او قبائلي سیمو کې به تر هغې پورې امنيت نه وي څو پورې چې په افغانستان کې پوره امنيت نه وي ټينګ شوی، ځکه چې زموږ امنیت د افغانستان په امنيت پورې تړلی دی.

همدا اوس موږ وینو چې د افغانستان جګړې تر پاکستانه را رسیدلي، دا سمه ده چې ګاونډیان به له دې جګړو موقتې ګټې پورته کوي او اوس مهال به تر ډیره افغانان په کې کړيږي خو راتلونکې یې د همدې ګاونډیانو لپاره ډیره خطرناکه ښکاري.)

نوموړي زیاته کړه، د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو وروسته د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د خپلو نامشروع ګټو د ترلاسه کولو لپاره سره ښکر په ښکر شول چې په نتیجه کې یې افغانستان په کنډوالو بدل او دا سیمه د بنسټپالنې او ترهګرۍ په مرکز بدله شوه.

د سمینار په پای کې د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان نه غوښتنه وشوه چې نور دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنې بندې، دوه مخې تګ لاره ترکه او د هغو ډلو په ځپلو کې دې صاقانه ګامونه پورته کړي چې د افغانستان امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی.

ویناوالو د افغانستان امنیت د ګاونډیو او د افغانستان په قضیه کې د دخیلو هېوادونو له عدم مداخلت سره مشروط وباله او پر دې ټينګار وشو چې ټول لوري باید په افغانستان او د پاکستان په پښتني سیمو کې د سولې او کرارۍ د پلي کیدو لپاره جدي ګامونه پورته کړي کنه نو په راتلونکي کې به دا جګړه لکه ځنګه چې له افغانستانه پاکستانه را ورسیده د سیمې او نړۍ نور هېوادونه هم اغیزمن کړي.
XS
SM
MD
LG