د امریکا ولسمشر بارک اوباما رابرت ګیټس وستایه، چې په عراق کې یي د جګړې لوری بدل کړی او د افغانستان د جګړې په اړه ستراتیژي ته یي بیرته پام اړولی دی:
(کله چې په افغانستان کې د القاعده په وړاندې جګړه کې زموږ پرهلو ځلو نوی تمرکز ته اړتیا وه، رابرټ ګیټس له موږ سره د یوې داسې ستراتیژئ په جوړولو کې مرسته وکړه چې بالاخره یي القاعده له ماتې سره مخ کړې او دا یي یقیني کړې چې له افغانستان څخه به بیا هیڅکله هم زموږ پر هېواد د حملو لپاره کار وانخیستل شي.)
اوباما وویل، کله چې د عراق د جګړې وضعیت ښه نه و، ګیټس ډیرې هلې ځلې وکړې چې دغه حالت بدل کړي او د دغو هڅو په نتیجه کې موږ په دې وتوانیدو چې له دې هېواده په تیرو دوه نیمو کلونو کې څه باندې سل زره عسکر وباسو او په دې توګه په عراق کې خپل محارب ماموریت پای ته ورسوو.
۶۷ کلن ګیټس د امریکا د دفاع د وزیر په توګه له شپږ کالو خدمت وروسته پرون تقاعد وکړ، ګیټس په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا د پخوانی ولسمشر جورج بوش له خوا چې هغه مهال د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې ریس و، د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شو.
ګیټس لومړنی غیر پوځي چارواکې و، چې د دفاع د وزیر په توګه یي دنده ترسره کړې.
په هغو مراسمو کې چې پرون په پنتاګون کې د ګیتس د تقاعد کېدو په مناسبت جوړ شوي وو ، ولسمشر بارک اوباما په یوه ناببره اقدام کې هغه ته د امریکا تر ټولو ستر ملکي مډال ورکړ.
اوباما ګیټس ته د جمهوري ریاست د ازادۍ مډال د ورکولو په وخت هغه یو د دفاع تر ټولو ښه وزیر وباله، چې د امریکا په تاریخ کې یي ساری نه لیدل کیږي.
ګیتس د دغه مډال د ترلاسه کولو په مهال له اوباما څخه مننه وکړه او ویي ویل چې دی ډیر د ویاړ احساس کوي خو په ټوکه یي وویل، چې کاشکې له مخکې خبر وای چې د یوه پټ ماموریت په خاطر چې اشاره یي د مې په دوهمه په پاکستان کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژل کېدو ته وه ، دغه مډال ورکول کیږي:
(د دفاع د وزیر په توګه خدمت کول زما لپاره زما په ژوند کې ترټولو غټ ویاړ او امتیاز و، چې تل به یي منندوی یم.)
رابرت ګیتس د امریکا د اتو ولسمشرانو په دورو کې څلور لسیزې په بیلابېلو چارو کې خدمت ترسره کړی دی.
د هغه پرځای د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې پخوانی ریس لیون پانیتا ټاکل شوی چې له نن څخه به د امریکا د دفاع وزیر په توګه په کار پیل کوي.