د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

په سوريه کې ګڼو افغانانو غذايي اعتصاب کړى


راپورونه وايي چې په سوریه کې دېره د افغانانو سلګونو کورنیو له پنځو ورځو راپه دې خوا په دمشق کې د ملګروملتونو د دفتر مخې ته په غذايي اعتصاب لاس پورې کړی.

اعتراض کوونکو له آزادۍ راډیو سره په تماس کې له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې دا سازمان دې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د دې اعتصاب یوه ګډونوال عارف ادبي آزادۍ راډیو ته وویل چې دوی له ملګروملتونو څخه غواړي چې په یوه بل هېواد کې د دوی د مېشتېدو امکان برابر کړي:

”موږ په سوریه کې د افغان کډوالو یوه ډله یو. موږ د ملګروملتونو د دفتر مخې ته په سوله ییزه غونډه کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوو، خو تراوسه زموږ د ستونزو حل ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. له نژدې پنځو ورځو راپه دېخوا موږ په دمشق کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د نه خوړلو اعتصاب کړی”

په دمشق کې زرګونو افغانانو په داسې حال کې اعتراض پیل کړی چې په سوریه کې امنیتي وضعیت له څو میاشتو راپه دې خوا چې په دې هېواد کې د بشارالاسد د رژیم پرضد اعتراضونه پیل شوي دي، ناآرامه دی.
XS
SM
MD
LG