له سختو امنیتي تدابیرو سره سره کانټیننټل هوټل ته د وسله والو مخالفینو نفوذ هغه پوښتنه ده، چې اوس مهال امنیتي مسوولین یې د ځواب موندلو هڅه کوي.
کانټیننټل هوټل په کابل کې یو له پخوانیو عصري هوټلونو څخه شمیرل کیږي، چې د باغ بالا په لوړه کې موقعت لري او تل په کې مهم دولتي او بهرني میلمانه اوسیږي.
که څه هم امنیتي مسوولین وایي، چې دا هوټل د نورو مهمو ادارو په څیر تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي، خو د سې شبنې په شپه شوې حملې دا تدابیر تر پوښتنې لاندې راوستل.
د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیر ډګروال محمد ظاهر ازادي راډیو ته وویل، چې د کانټیننټل هوټل امنیتي مسوولین تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي، څو د دې حملې لاملونه روښانه کړي.
″د کابل پولیسو وروسته له هغې، چې دا پیښه رامنځته شوه د هوټل امنیتي مسوولین احضار کړل، چې اوس هم له موږ سره دي او تر تحقیقاتو لاندې دي.
د هوټل د شاوخوا سیمو د امنیتي پوستو مسوولین او د ټولي قومندان یې هم دلته د جنایي تحقیقاتو په ریاست کې تر تحقیقاتو لاندې دي.″
خو ښاغلي ظاهر دا ونه ویل، چې دا هوټل د څومره شمېر امنیتي ځواکونو له خوا ساتل کیده او ایا امنیتي چارې یوازې د پولیسو په لاس کې وې او که نور امنیتي ارګانونه هم په کې ښکیل وو.
ښاغلي ظاهر یو بل انکشاف ته اشاره کوي او وایی، چې له حمله کوونکو ترلاسه شوي موبایل ټلیفونونه ښیي، چې دوی له پاکستان سره په تماس کې وو او له هغه ځایه یې لارښوونه ترلاسه کوله.
د امنیتي مسوولینو په وینا د حملې په مهال په هوټل کې شاوخوا اویا کورني او بهرني مهم شخصیتونه موجود وو، خو د پولیسو جټک غبرګون وسله والو ته دا موقع ورنه کړه، چې دوی ته کوم زیان ورسوي.
د هېواد د ملي امنیت ویاند لطف اله مشعل هم د هوټل امنیتي تدابیرو ته په اشارې وایي، چې د حملې په مهال یا خو غفلت شوې او یا هم همکاري.
″په دې کې هېڅ شک نه شته چې غلفت شوی او همکاري ورسره شوې، دا به له تحقیقاتو وروسته معلومه شي، چې په کوم ځي کې سکتګي واقع شوې ده، دوی د حوض له خوا رادننه شوي، هلته ونې دي، بوټې دي او ډېرې شنه ساحه ده، نو سطر اخفا په کې اسانه ده.
کله چې دوی هوټل ته دننه شوي دي، په لفټ بلد نه وو، نو د زینو له لارې سیده چت ته ختلي دي.″
د ښاغلې مشعل په وینا که چیرې وسله وال توانیدلې وای، چې د هوټل صالونونو او یا هم خونو ته لار پیدا کړي، نو ممکن تلفات ډیر زیات وای.
که څه هم ملي امینت او پولیس د دې حملې په وړاندې د امنیتي ځواکونو چلند خورا موثره بولي او وایي، چې حمله کوونکو ته یې د خپل هدف د ترلاسه کولو موقع ورنه کړه، خو کتونکي بیا دا نه مني.
جنرال امراله امان وایي، چې وسله والو مخالفینو په دې حملې سره بیا هم دا وښودله، چې دوی په کابل کې، چې زیات شمیر امنیتي ځواکونه په کې موجود دي بیلابیل اهداف په نښه کولې شي.
″دغو لسو کسو چې دا حمله کړې ده، له ولسمشر نه نیولې تر وروستي کس پورې چې تل یې دا لاپې وهلې، چې موږ د دې توانايي لرو چې د تروریزم په مقابل کې د خپلې خاورې دفاع وکړو، دا وښودله او د دفاع وزارت وروسته یې دا دویم زنګ د خطر و، چې تاسو د خپلې زنې لاندې ځای وساتی.″
په کابل کې کانټیننټل هوټل لومړنې هوټل نه دی، چې وسله واله حمله پرې کیږي، بلکې تر دې مخکې په سرینا هوټل هم، چې جمهوري ریاست ته څیرمه پروت دې ورته حمله شوې وه.
که څه هم امنیتي مسوولین دا ډول حملې په ټوله نړۍ کې معمول بولي او د هغې بیلابیلې بیلګې په ګوته کوي، خو د کتونکو په وینا داسې پیښې که په هرځای کې کیږي د غفلت له کبله پیښیږي او داسې بیلګې دوی ته براعت نه شي ورکولای.
راپور: حمید مهمند