د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

سټاینر: د بن په دویم کنفرانس کې ښايي د وسلوالو مخالفینو استازیو ته هم بلنه ورکړل شي


Afghanistan -- Germany's special representative for Afghanistan and Pakistan Michael Steiner (L), US Special Representative for Afghanistan and Pakistan Marc Grossman (R) and Afghan Foreign Minister Zalmai Rasool (C), Kabul, 27Jun2011
Afghanistan -- Germany's special representative for Afghanistan and Pakistan Michael Steiner (L), US Special Representative for Afghanistan and Pakistan Marc Grossman (R) and Afghan Foreign Minister Zalmai Rasool (C), Kabul, 27Jun2011
د افغانستان په اړه په کابل کې د تماس د نړیوالې ډلې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته د دې ډلې مشر وویل، چې د بن په دویم کنفرانس کې به له افغانستان نه یو واحد استازیتوب وشي، چې هغه به هم د دغه دولت رسمي استازیتوب وي.

مایکل سټاینر چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی هم دی، دغه خبره د هغو اوازو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه، چې وايي، د بن په دویم کنفرانس کې ښايي د وسلوالو مخالفینو استازیو ته هم بلنه ورکړل شي.

خو نوموړي په عین حال کې وویل، چې نړیوالې ټولنه د پخلاینې له یوې داسې پروسې ملاتړ کوي چې ټولو لوریو ته د قناعت وړ وي:

″لکه څرنګه چې په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې معمول ده، چې یو هیواد په کې یوازې د یوه هیات له خوا استازیتوب کوي، دلته به همداسې وشي.

بله مساله دا ده چې نړیواله ټولنه، تر خپله توانه هر هغه څه کوي، چې د پخلاینې د پروسې ملاتړ وکړي او د پخلاینه پروسه باید د افغانانو په رهبري وشي او باید پراخه و اوسي چې په دې هیواد کې یې هره ډله په خپله ومني.″

د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې د څه باندې پنځوسو مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو استازیو ګډون کړی و او د افغانستان په اړه په استانبول کې د سیمه یېزې غونډې او د بن دویم نړیوال کنفرانس ته په چمتوالي په کې خبرې وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل، چې په دې غونډه کې د سولې په پروسې، په هغې کې په سیمه یېزو همکاریو، د انتقال په پروسې او له افغانستان سره د نړیوالو د همکاریو په دوام خبرې وشوې.

ښاغلي رسول وویل، چې د راتلونکې ډسمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه د بن دویم کنفرانس به د افغانانو په رهبرۍ جوړيږي او اجنډا به یې هم افغان دولت جوړوي چې اوسمهال پرې کار روان دی.

نوموړي د تماس د ډلې د غونډې په اړه وویل:

″د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د نړیوالې ټولنې د اوږدمهالو همکاریو په دوام بحثونه وشول. البته د تیرو دوو ورځو ټول بحثونه د دې کال په پای کې په استانبول کې سیمه یېز کنفرانس او د جرمني په فدرالي هیواد کې د افغانستان په اړه د بن دویم نړیوال کنفرانس ته په چمتوالي څرخیدل.″

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي چې په ګډ خبري کنفرانس کې برخه درلودله تمه وښودله، چې د بن په کنفرانس کې به په بیلابیلو برخو کې پرمختګونه وشي:

″زه هیله لرم چې موږ به وکولای شو چې په بن کې په بیلابیلو برخو کې پرمختګ وکړو. همداراز د استانبول په غونډه کې. لکه د افغانستان په سوله او ثبات کې د دې هیواد د ګاونډیو ملاتړ، د اقتصادي ودې، پانګه والۍ او د کار موندنې په برخه کې یو سیمه یېز نظر، همداراز د انتقال د پروسې په دوران کې تر دوه زرو څوارلسم کال پورې او له هغې وروسته د نړیوالې ټولنې د تعهد همداراز د پانګوالۍ په برخه کې اضافه جزیات په کې وړاندې شي.″

د افغانستان په اړه د تماس نړیواله ډله چې له دغه هیواد سره اکثره مرسته کوونکي لودیز او د سیمې هیوادونه په کې برخه لري، تر دې مخکې په جدي کې هم غونډه کې وه او په افغانستان کې یې د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې وې.

تمه کیږي، چې د افغانستان په اړه د بن په دویم نړیوال کنفرانس کې به هم دغه ډله مهم رول ولري. افغان چارواکي وايي، چې د سولې او انتقال پروسې او تر دوه ززو څلورویشتم کال پورې له افغانستان سره مالي مرسته به ددغه کنفرانس د اجنډا له مهمو موضوع ګانو څخه وي.
XS
SM
MD
LG