د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

ایساف د پاکستان له لوري د کونړ په راکټي حملو ناخبري څرګنده کړه


جنرال جوزف بلاټز وايي، چې ډېر ژر به د کونړ د ستونزې په اړه څېړنه پیل کړي.
جنرال جوزف بلاټز وايي، چې ډېر ژر به د کونړ د ستونزې په اړه څېړنه پیل کړي.
نږدې درې اوونۍ کیږي، چې د کونړ او ننګرهار پر سرحدي ولسوالیو د پاکستان له خوا د توغندیو حملې کیږي خو په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې دوی په دې موضوع هیڅ خبر نه دي.

د دغو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز د دو شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د افغانستان پرسرحدي سیمو د پاکستان له خوا د توغندیو له بریدونو څخه د دې ځواکونو د ناخبري علت په سیمه کې د ایساف ځواکونو نه موجودیت په ګوته کړ.

″د سیاسي او پوځي لیدلوري له مخې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي عملیاتو په برخه کې د تیرو کلونو په پرتله همکاري او همغږي زیاته شوې.

د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د راکیټي حملو په اړه باید ووایم، چې موږ تراوسه په دغو سیمو کې د عملیاتو هیڅ راپورنه لرو.″

بلاټز وایي، دوی به په دې اړه خپلې څیړنې له دې وروسته پیل کړي او نتیجه به یې ډیر ژر له رسینو سره شریکه کړي.

ایساف ځواکونه د افغانستان پرختیځو سیمو د پاکستان له لوري د توغندیو له بریدونو دغه بې خبري په داسې حال کې څرګندوي، چې د بن په کانفرانس کې په دې موافقه شوې، چې نړیوال ځواکونه به د افغانستان له پولو دفاع او ساتنه کوي.

خو جنرال بلاټز وایي، چې د بن کانفرانس پراساس افغانستان باید څه باندې اویا زره وسله وال پوځ درلودلی خو دی وایي، چې دامهال د افغانستان امنیتي ځواکونو شمېر نږدې درې لکو ته رسیږي.

بل خوا افغان امنیتي چارواکي وایي، چې دوی په وار وار ایساف ځواکونو ته د پاکستان د راکیټي حملو په اړه خبرداری ورکړی.

د ختیځ زون د سرحدي پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل، دوی خپلې اندیښنې له ایساف او د دواړو هیوادونو له درې اړخیزه کمیسیون سره له مخکې نه شریکې کړي خو د ده په خبره دواړو لوریو ځانونه پرې کاڼه اچولي دي.

″د ایساف له ټولو مشرانو سره موږ په تماس کې یو، څو ځلې مو ورته معلومات ورکړل، دوی له موږ سره پخوا هم وعده کړې وه، چې له پاکستان چارواکو سره شریک کړی او هغوی هم وعده کړې ده، چې دا به حل کړی.

په تورخم کې د هماهنګي په نامه یو مرکز شته، چې هلته د ایساف او زموږ استازي تل موجود وي، هره ورځ دا مشکل ورسره شریک کړی، خو له بده مرغه دوی پرې خپلې سترګې پټې کړي او غوږونه یې پرې ګاڼه اچولي دي.″

د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت د توغندیو توغول هغه موضوع ده، چې په دې وروستیو کې یې د عامو خلکو او د ملي شورا او ځینو نورو اورګانونو غصه را پارولې.

د افغانستان د دفاع وزارت هم په دې اړه د پاکستان د سفير د احضارېدو غوښتنه وکړه او ولسمشر کرزي هم په دې اړه په ایران کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري څخه معلومات وغوښتل خو هغه یې په اړه بې خبري وښوده.

په عین حال کې په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو چارواکي وایي، چې ترپرون پورې نږدې پنځه سوه توغندي د پاکستان له خوا د افغانستان پرخاورې توغول شوي وو خو تازه راپورونه وایي، چې تیره شپه هم کابو پنځه دېرش نور توغندي پاکستاني پوځیانو پر کونړ ویشتلي دي، چې درنه مرګ ژوبله یې هم عامو خلکو ته اړولې ده.

راپور: اسد الله لودین
XS
SM
MD
LG