د فرانسې خبرې اژانس د یو امریکايي جنرال له خولې وايي، د حقانې د ډلې کسان له نورو مخالفو وسلوالو سره توپیر لري او د افغانستان د ختیځ په څو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې د پاکستان سره په سرحدي سیمو کې سخته جګړه کوي.
فرانسې خبرې اژانس د یوشمېر څارونکیو له خولې وايي، دا ډله چې ویل کېږي، له القاعده شبکې سره هم اړیکې لري فکر نه کېږي، چې د سولې په بهر کې دې ډیره لیوالتیا ولري.
د فرانسې خبري اژانس په واشینګټن کې د جګړې د څیړنو د انسټیټیوټ د یو کارپوه جیفري ډریسلر له خولې وايي، د حقاني نیټ ورک د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي، خو په اصل کې ډیر خپلواک دی او له القاعده شبکې سره نژدې اړیکې لري.
نوموړي زیاتوي، زما په باور دا به سمه نه وي، چې له دې ډلې سره هیڅ راز جوړجاړي وشي، دی وايي، ښه به دا وي چې دا ډله له منځه یوړل شي.
په خوست کې د امریکايي ځواکونو قومندان ډګروال جیسي پیرسن وايي، زموږ مهم دښمن په دې سیمه کې د حقاني نیټ ورک دی.
نوموړی زیاتوي د دې ډلې وسله وال وژونکي او لوټونکي دي او لکه د نورو مخالفو وسلوالو په شان ډیر د اسلامي ایډیالوژۍ پر بنسټ جګړه نه کوي بلکې دوی واک او پیسې غواړي.
د فرانسې د خبري اژانس په وینا دا ډله ښايي په یادو سرحدي سیمو کې له درې زرو تر څلورو زرو پورې جنګیالي ولري او بنسټ یې پخواني جهادي قومندان جلال الدین حقاني ایښي خو اوس یې چارې د هغه زوی سراج الدین حقاني سنبالوي.
فرانسې خبري اژانس د یو افغان چارواکي چې نوم یې نه دي ښودلي پوښتلي، چې که چیرې د حقانې ډله خبرو ته چمتو نه شي او له القاعده سړه اړیکې پرې نه کړي نو په هغه صورت کې به د سولې د خبرو راتلونکې څه وي؟
دغه افغان چارواکي ویلي، موږ پوهیږي چې په مخالفو وسلوالو کې ښايي داسې ډلې واوسې چې سولې ته غاړه نه ږدي، خو موږ د هغو په وړاندې ستراتیژي لرو او پر ضد به یې جګړې ته دوام ورکړو.
د فرانسې خبري اژانس زیاتوي د پاکستان په استخباراتي ادارې کې یو شمیر کړۍ د حقانې له ډلې سره د اړیکو په لرلو تورنې دي او واشینګټن وخت په وخت پر پاکستان ټینګار کړی، چې په وزیرستان کې دې د دې ډلې خلاف عملیات وکړ ي.
خو داسې ښکارې چې پاکستان لا دې ته چمتو نه دی.
د امتیاز ګل په نوم د یو بل پاکستاني څیړونکي له خولې په دې راپور کې ویل، شوي که امریکا وتوانیږي د طالبانو مشر ملا عمر خبرو ته کینوي نو دی فکر نه کوي، چې له هغې وروسته دې د حقاني ډله له خبرو اترو مخ واړوي.