د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

لوی څارنوال:د ځانګړې محکمې پرېکړې باید ژر عملي شي


لوی څارنوال محمداسحاق الکو د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وړاندې وویل ، چې د ولسي جرګې لخوا د ده د اعتماد سلبول غیرقانوني دي.
لوی څارنوال محمداسحاق الکو د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وړاندې وویل ، چې د ولسي جرګې لخوا د ده د اعتماد سلبول غیرقانوني دي.
که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې غړو د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې ځانګړې محکمې پرېکړه نه ده منلې، د افغانستان لوی څارنوال وايي، چې د دغې محکمې پرېکړه به هرڅه ژر پلي کړي.

د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو دغه څرګندونې د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وکړې.

ښاغلي الکو وړاندې وویل، هغه کسان، چې په انتخاباتي درغلیو او سرغړونو کې لاس لري، باید محاکمه شي.

(د محکمې حکم د اختر او د جمعې د لمانځونو په شان ما ته واجب التنفیذ دی او موږ به دغه حکم ژر پلی کوو او هغه کسان، چې په دې درغلیو او سرغړونو کې لاس لري، هغه باید محاکمه شي.)

د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې ځانګړې محکمې د تېر کال د ولسي جرګې د انتخاباتي شکایتونو د څېړنو پایلې د پنجشنبې په روځ اعلان کړې او د اوسنی ولسي جرګې ۶۲ غړي يي د وکالت له حق څخه محروم کړل.

خو د ولسي جرګې غړو دغه پرېکړه غیر قانوني وبلله او خبرداری يي ورکړ، که ان د یوه وکیل حق هم سلب شي، نو دوي به پراخې مظاهرې وکړي او د دغه کار مخه به ونیسي.

ولسي جرګې د پنجشنبې په ورځ په یوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان لوی څارنوال سلب اعتماد کړ او د ځانګړې محکمې د حکم د نه پلي کولو په اړه يي هم پراخ بحثونه وکړل.

خو لوی څارنوال محمداسحاق الکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د ولسي جرګې له خوا د ده د اعتماد سلبول غیر قانوني وبلل:

(ولسي جرګه هیڅ حق نه لري چې څارنوال استیضاح ،استجواب یا سلب اعتماد کړي او دوي غیر عادلانه د څارنوال په اړوند تصمیم ونیوه چې د منلو وړ نه دی. )

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمېر کار پوهان وايي، چې اساسي قانون د لوی څارنوال د اعتماد د سلبولو حق ولسي جرګې ته نه دی ورکړی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد فاروق بشر د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې ځانګړې محکمې پرېکړه په ځای بولي:

(دا هم یوه اختصاصي محکمه ده چې د یو جرم د تشکیل لپاره دهغه د تحقیق او حکم د صادرولو لپاره نو په دې ترتیب دغه محکمه یوه قانوني محکمه ده او ددې حکم هم قانوني دی.

لوی څارنوال د کابینې غړی نه دی یو مستقل ارګان دی چې ځانته ځانګړی قانون لري نو له دی امله په اساسي قانون کې داسې څه نشته چې دوي کولای شي چې لوی څارنوال هم تر استیضاح او تر سلب اعتماد لاندې ونیسي.

دغه د ولسي جرګې پریکړه غیر قانوني او د اساسي قانون سره په ټکر کې ده.)

د افغانستان لويې څارنوالی د تېرکال د ولسي جرګې انتخابات د لس ګونو معترضه کاندیدانو له شکایتونو وروسته له درغلیو او سرغړونو ډک وبلل او د دوي دوسيې يي د څېړنو لپاره سترې محکمې ته وسپارلې.

له هغې وروسته د انتخاباتي شکايتونو د څېړنې ځانګړې محکمه د سترې محکمې په وړاندېز او د ولسمشر حامد کرزي په منظوری جوړه شوه.

د افغانستان لوی څارنوال وايي، چې د ولسي جرګې اوسنيو غړو د ملي شورا له پرانیستنې مخکې ولسمشرحامد کرزي ته ویلي و، د انتخاباتي شکایتونو د ځانګړې محکمې هره پرېکړه دوي ته د منلو وړ ده.

د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې ځانګړې محکمې ویلي، هرڅوک چې د ځانګړې محکمې په پرېکړه نیوکه لري، کولای شي د استیناف غوښته وکړي.

ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG