د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

په هرات کې میوه ارزانه،بې وزلي خوښ،خو بڼوال


یو تن بڼوال وايي :زموږ میوو ته باید نړېوال مارکیټونه پیداشي
یو تن بڼوال وايي :زموږ میوو ته باید نړېوال مارکیټونه پیداشي
په هرات کې بڼوال د میوو له ارزانۍ شکایت کوي، خو بې وزله وګړي يي په ارزانۍ خوښ دي.

ښایي د هرات د میو کاروباریان په ځانګړي ډول بڼوال نور د میوو مارکیټ څخه ستړي شوي وي او د ښار بېلابېلو واټونو غاړې ته یي خپلې میوې لیلام کړي ،چې د دوي په وینا لګښت یي نه هم پوره کوي.

په هرات کې د شفتالو یوتن پلورونکي وویل،چې ۴ جریبه د شفتالو بڼ لري میوه یي رسیدلی ده، ایله د دوو جریبو ځمکې د شفتالو په خرڅ بریالۍ شي او نور له کاره وځي:

«ستونزه مو داده، چې شفتالو ارزانه دي مارکیت کې یوه یا دوه اونۍ پاتې شو څوک یي نه اخلي د خرابېدو په حال کې دي.

دولت څخه موهیله ده، چې نورو ولایاتو یا ګاونډېو هېوادونو کې د خرڅ زمینه ورته چمتو کړي.

موږ دلته شفتالو راوړو خرڅوو یي د بڼوالۍ، کارګر او د لارې د لګښت پیسې نه راته جوړوي.»



د هرات د خلکو یو له عمده محصولاتو میوه ده، چې اوس یي توت په ختمېدو دي، الو، شفتالو، ګلاس، مڼې او نورې پسلرنې میوې تازه رسېدلي دي.
خو بل خوا عام وګړي په ځانګړي توګه بې وزله کسان بیا خوښ دي، د هرات مسلخ مهاجر کمپ یو استوګن عبدالنبي وایي ټول کال مې اولادونه بې میوې دي وو خو اوس د ارزانۍ په خاطر وړم.

د هرات د صنعتکارانو د ټولنې ریس توریالی غوثي هم بازار کې د کورنیو کرنیزه محصولاتو نرخ ارزان وباله، لامل یي د حکومت د اړونده ادارې ضعف یاد کړ، چې د ده په وینا بهرنیو هېوادونو کې یي د بازار په موندنه کې پاتې راغلی.

خو د افغانستان د اړونده ادارې مامورین وایي، دوي د ازاد بازار قانون سره سم افغان کروند ګرو او سوداګرو ته زمینه برابره کړې، هر چیرته چې وغواړي خپل محصولات او میوې رسولی شي، خو ورسره په څنګ کې دا هم وایي افغان بڼوال او سوداګر باید خپلې میوې د اوسني نړېوال بازار غوښتنو سره سمې بسته بندي، پروسس او د سوپر مارکټونو باور په خپل کړي.

افغانستان کې د غوره میوو بڼونه شته، خو دا چې سوداګرۍ یي په زوړ سیستم دود دی لکه څنګه چې ښایي نړېوال مارکیټونو کې هسې د خلکو باور نه لري.
XS
SM
MD
LG