د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

مولين: له افغانستانه د امريکايي عسکرو وتل خطرونه هم لري


د امریکا د وسله والو قواوو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن
د امریکا د وسله والو قواوو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن
د امریکا د وسله والو قواوو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن وویل، له افغانستانه د وتونکو امریکايي سرتېرو د شمېر د ټاکلو په برخه کې د ولسمشر بارک اوباما پرېکړه د ده تر تمې زیاته وه او له دې سره به امریکايي سرتېري له داسې ګواښونو سره مخامخ شي چې د دوی تر تیاریو به اوچت وي.

ښاغلي مولن د کانګرس د پوځي خدماتو کمیټې ته وویل چې د ده په نظر په زیات وخت کې د زیات شمېر سرتېرو اېستل بې له شکه چې مصوونه لاره وه خو زیاته یې کړه چې حتمي هم نه ده چې د ده نظر به ترټولو غوره وي. د مولين په وینا اصلاً دا یوازې ولسمشر دی چې د منلو وړ خطر درجه ټاکلای شي او ولسمشر اوباما همدا کار وکړ.

مولين وویل، په افغانستان کې د ډېر شمېر ځواک پاتې کېدلو به ښايي ځینې نور ګواښونه لرلای:

“د ډېر شمېر سرتېرو د پاتې کېدو په صورت کې ښايي موږ له نورو بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ شوي وای. ښايي د ولسمشرحامدکرزي ادارې ته به مو کار آسانه کړی وای چې پر نورو ډېره اتکا وکړي، ښايي افغان ځواکونه به مو چې د ظرفیتونو له پلوه یې ښه پرمختګ کړی له تجربوي امکاناتو او د مشرتابه له توانه بې برخې کړي وای او ښايي خپلو دښمنانو او سیمه ایزو شریکانو ته مو دا پیغام ورکړی وای چې ګنې طالبان دومره ځواکمن دي چې موږ په خپل وروستي قدرت سره د هغو پرضد پاتې کېږو، په داسې حال کې چې دوی دا ځواک نه لري”

ادمېرال مایک مولين وویل چې ځکه دی او د جنرال دیویدپېټرایوس په ګډون په افغانستان کې د امریکايي قواوو جګپوړي قوماندانان ټول د ولسمشر بارک اوباما د دې پرېکړې ملاتړ کوي. ښاغلی مولين وايي چې دوی ټولو په آزادۍ او وضاحت سره خپل نظریات وړاندې کړل او ولسمشر دوی ته غوږ ونیو.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ډاډ ورکړ چې د سرتېرو اېستل به سمدستي کوم ګواښ رامینځ ته نکړي:

“زموږ کښتۍ له توپان سره نه ده مخامخ شوې. برعکس زیات شمېر اضافي سرتېري چې افغانستان ته استول شوي وو، د جګړو په دې او راتلونکي موسم کې به راسره وي. زه ډاډه یم چې د جګړې د ډګر وضعیت به لکه څنګه چې زموږ پر اوسنۍ پرېکړې اغېز درلود، په راتلونکي کې زموږ د سرتېرو د فعالیت د څرنګوالي په برخه کې پر پرېکړو هم اغېز ولري”

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس چې په نژدې راتلونکي کې تقاعد کېږي هم د ولسمشر بارک اوباما د دې پرېکړې هرکلی کړی، خو د کانګرس په غړو کې په دې برخه کې اندېښنې رااوچتې شوې دي. د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي وېره لري او وایي، نه چې دا پرېکړه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترلاسه شوې بریاوې په اوبو لاهو کړي.

خو د ډیموکراټانو غوښتنه دا وه چې باید په لږه موده کې زیات شمېر امریکايي سرتېري له افغانستانه واېستل شي. د امریکا د کانګرس د استازو په جرګه کې د ډیموکراټانو مشرې نانسي پېلوسي وویل چې په دې برخه کې به دوی پر اوباما خپل فشار ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG