د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

نظر پوښتنه: ٤٠% پوښتل شوي وايي، طالبان دې په واک کې شريک شي


په دې نظر پوښتنې کې د نړۍ په ۲۴ هېوادونو کې د ۲۴ زرو کسانو نظرونه پوښتل شوي او زیاترو ویلې چي ناتو باید له طالبانو سره د سولې په یوه تړون کار وکړې .

د نظر پوښتنې د ګډونوالو په سلو کې څلویښت کسان وایي، طالبان باید د افغانستان په حکومت یاسياسي واک کې شریک شي.

په سلو کې ۱۶ کسان په دې نظر دي چې ناتو باید د طالبانو ماتولو ته دوام ورکړې او په سلو کې ۲۹ کسانو له افغانستان څخه د ناتو عسکرو د سمدستې وتلو ملاتړ کړی دی.

دا نظر پوښتنه د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر له دوهمې څخه د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ تر ۴ مې پورې یعنې د اسامه بن لادن له وژنې مخکې تر سره شوې ده.

په دی نظر پوښتنې کي ښودل شوې، په هغو هېوادونو کې چې په افغانستان کې د ناتو پوځي ماموریت کې دخیل دي او ملاتړ یي کوي، د افغانستان له جګړې سره د خلکو ملاتړ مخ په کمیدو دی.

د نظر پوښتنې په جریان کې د هغو لسو هېوادونو خلکو چې په افغانستان کې د ناتو پوځي ماموریت کې شامل دي، یوازې په سلو کې ۲۳ یي له دغه سازمان څخه غواړي چې خپل پوځي ماموریت یا ستراتیژۍ ته دې دوام ورکړې.

په دغو هېوادونو کې د پوښتل شوېو کسانو په سلو کې دیرش یي له افغانستان څخه د ناتو عسکرو د سمدستی وتلو ملاتړ کوي او په سلو کې ۳۷ کسانو یي د یوه سیاسي حل پلوي کړې ده.

د ناتو غړي هېواد جرمني او د افغانستان ګاونډي پاکستان کې د پوښتونکو په سلو کې ۴۷ یي له افغانستان څخه د ناتو عسکرو د سمدستي وتلو غوښتنه کړې ده.

د بي بي سي نړېوالې څانګې په دې نظر پوښتنې کې ښودل شوې، زیات شمېر امریکایان په افغانستان کې د طالبانو د ماتولو لپاره د جګړې د دوام ملاتړ کوي. دا رقم په سلو کې ۴۲ دی.

په اسلامي هېوادونو کې د نظر پوښتنې ګډونوالو د طالبانو پر ضد د ناتو د پوځي عملیاتو د دوام مخالفت کړی دی.

د امریکا د مریلند پوهنتون د نړېوالې پالیسۍ د کړن لارې یا انټرنشنل پالیسي اتیتودز د پروګرام مشر سټیفن کوول چي په دې نظر پوښتنې کې یي مرسته کړې، وایي:

د نړۍ خلکو له افغانستان څخه د عسکرو له ساده وتلو او یا هم تر پایه د طالبانو پر ضد جګړې سره، زیاته لیوالتیا نده ښودلې.

د نړېوالو د نظرونو اصلې تمرکز د جګړې په ختمیدو دی ، په دې معنی چې دي هدف ته د رسیدو په مقصد دي طالبان هم په حکومت کې شامل شي.
XS
SM
MD
LG