د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

وروستۍ پریکړې د ولسي جرګې یو شمېر غړي احساساتي کړل


تر اوسه په بشپړه توګه څرګنده نه ده د اوسنی ولسي جرګې له هغو څه باندې شپیتوغړو سره چې د جرګې د غړیتوب حق ترې واخیستل شو، نور څه قانوني چلند کیږي.

خو ولسي جرګه وایي، د دې لپاره چې د ځانګړې محکمې د وروستی پریکړې د پلي کېدو مخه یي نیولی وي، موضوع به له هغو معتبرو بهرنیو موسسو او له یو شمېرسفارتونو سره شریکه کړي چې د ولسي جرګې انتخابات یي څارلي او یا یي ورسره څه ناڅه مرسته کړې ده.

ځانګړې محکمې د پنجشنبې په ورځ اعلان کړه چې د اوسنی ولسي جرګې د دوه شپیتو غړو ځای به هغه کاندیدان ونیسي چې له دوي څخه یي ډیرې رایي وړې دي.

ولسي جرګې د پنجشنبې په ورځ په فوق العاده غونډه کې د هېواد د څلور دیرشو ولایتونو له استازېو یو کمیسیون وګمارلو چې د ستونزې حل ته د یوې طرحې په جوړولو کار پیل کړي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وویل:

(سره له دې چې ولسي جرګې د ځانګړې محکمې جوړېدل غیر قانوني بللي او د لغوه کېدو لپاره یي مسلسلې هڅې وکړې، خو دې محکمې د پنجشبنې په ورځ اعلان کړه چې د اوسنې ولسي جرګې د دوه شپیتو غړو ځای به دوه شپته نور هغه کاندیدان نیسي چې له دوي څخه يي رایي ډیرې دي. )

د ولسي جرګې د تیر کال انتخابات نه یوازې دا چې د معترضو کاندیدانو له اعتراض سره مخ شول، لوی څارنوالۍ هم شفاف نه وګڼلې.

ولسي جرګې د افغانستان لوی څارنوال، د سترې محکمې ريیس او دوه تنه غړی د جرګې د پنجشنبې د ورځې غونډې ته استیضاح کړی و .

خو لوی څارنوال په دی ورځ جرګې ته حاضر نه شو او جرګې د رایو په اکثریت د ده په غیاب کې سلب اعتماد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې لوی څارنوالۍ وایي ولسي جرګه د قانون له مخې د لوی څارنوال د استیضاح صلاحیت نه لري.
XS
SM
MD
LG