د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

عبدالله:د نړيوالو ځواکونو په وتلو به ډېرفرصتونه له لاسه ورکړو


د سیاسي اپوزسیون مشر ډاکټرعبداله
د سیاسي اپوزسیون مشر ډاکټرعبداله
که څه هم افغان دولت د امریکایي ځواکونو د ویستلو لپاره د اوباما پلان د ملي واکمنۍ په لور یو مهم ګام بولي، خو سیاسي اپوزسیون بیا اندیښمن دې، چې د نظام کمزوري ممکن د ځینو فرصتونو د لاسه وتلو لامل شي.

د سیاسي اپوزسیون مشر ډاکټرعبداله په تیرو لسو کلونو کې د افغان حکومت له لارې د نړېوالی ټولنې ملاتړ بې سارې بولې خو وایي، چې د اوسنې نظام ناکردو د دې ملاتړ د کموالی زمینه برابره کړی.

ډاکټرعبداله، چې د پنجشنبې په ورځ یي یوې خبري غونډې ته وینا کوله که څه هم د دې بهیر د پیلیدو ملاتړ وکړ، خو ویي ویل، چې د کافي منابعو نه موجودیت به ځیني ستونزې وزیږوي:

(موږ خپلې اندیښنې لرو، په تیرو څو کلونو کې د حکومت د ناکامۍ لامل نا کاره او غیر موثره رهبرۍ ده چې ډیر زیات فرصتونه یې له لاسه ورکړی دی.

او زموږ ویره دا ده چې موږ په راتلونکې کې شاید یو شمېر فرصتونه له لاسه ورکړو.

او زموږ اندیښنه دا ده چې د لږو منابعو او د لږو ځواکونو په درلودلو سره شاید نور فرصتونه هم له لاسه ورکړو.)

که څه هم د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې پلان د اعلانولو په مهال وویل، چې په افغانستان کې شته ستونزې یوازې په پوځي لارې نه هواریږي، خو ډاکټرعبداله بیا د امریکایي ځواکونو وتل هم د ستونزې هوارې نه بولي.

د ډاکټر عبداله په وینا امریکا باید پاکستان هم په دې وپوهوي، چې له طالبانو څخه د دغه هېواد ملاتړ د زغم وړ نه ده.

ډاکټر عبدالله وایي په افغانستان کې ښکیل ټول اړخونه باید په ګډه د داسې یو نظام لپاره هڅه وکړي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته تل پاتې او ټینګ وي.

خو افغان حکومت بیا د ډاکټر عبداله دا څرګندونې د ده شخصي نظر بولي او وایي، چې دا د افغانستان د خلکو استازیتوب نه شي کولې.

د حکومت د رسنیو د مرکز سلا کار صفت اله صافې ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا هر څه په هېواد کې د شتو شرایطو په پام کې نیولو سره پر مخ وړلې کیږي:

(زموږ په باور د امریکا پریکړه د افغانستان په اړه باندې دادې چې دا حالت په هغې کچې نه دی چې د افغانستان پر وضیعت منفي اغیز وکړي او په تدریجي ډول به دوي مخکې ځي.)

د امریکا د ولسمشر له خوا د اعلان شوي پلان سره سم تمه ده، چې د روان کال تر پایه لس زره او د ۲۰۱۲ میلادي کال تر پایه ټول درې دیرش زره امریکایي سرتیري له افغانستان څخه وویستلې شي.

امریکایي مشرانو هم ویلي او دا ډاډ یي ورکړې، چې له افغانستان څخه د دوي ځواکونه د شرایطو په پام کې ساتلو سره ویستلې کیږي او دا به د افغانستان د پریښودلو معنې ونه لري.


مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG