د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

ایا د لويې جرګې په جوړېدود ملي شورا صلاحیتونه تر پوښتنې لاندې راځي؟


که څه هم تر اوسه روښانه نه ده، چې لویه جرګه به د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیک تړون په اړه څه مشوره او څه پرېکړه وکړي، خو د جرګې د جوړېدو په اړه د ستونزو او اندېښنو ګنګوسې موجودې دي.

داسې ویل کیږي، کله چې یو هېواد ملي شورا لري، نو د لوی جرګې جوړولو ته څه اړتیا ده، خو د افغانستان د ملي پخلايينې د کمیسیون ویاند او مرستیال سید شریف یوسفي بیا دې ته په ځواب کې وایي:

(لویه جرګه یو اساس د افغانستان دي ممکن دولتي چارواکي لږ وي پارلمان خپل دنده لري او دوي استازي دي او په لویه جرګه کې د ټولو افغانانو نظرونه شرط دي.)

افغان چارواکو د دغې لويې جرګې د بحث موضوع د افغانستان او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د اوږد مهاله ستراتیژيک تړون لاسلیکول ښودلي دي.

په عین حال کې په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي وايي، په داسې حال کې، چې په ډېرو مسایلو کې له ملي شورا سره سلا مشوره نه ده شوې، خو بیا هم د دغې جرګې د جوړېدو هرکلۍ کوي.

په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت استازی ګل پاچا مجیدي وايي:

(ولسمشر په ډیرو مواردو کې ولسي جرګې ته مراجعه نه ده کړې او ددې صلاحیتونه يي له نظره غورځولې دي که په ملي مسایلو کې کرزی ولسي جرګه راوغواړي چې مسولیتونه هم تقسیم شي)

د لويې جرګې د جوړېدو لپاره ځانګړی شوی کمیسیون وايي، چې په دغه جرګه کې به له ټول افغانستان څخه شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته بلنه ورکول کیږي.

خو تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي ویلي و، چې هڅه کوي، له ۲ تر ۴ زرو کسان دغې جرګې ته راوبلل شي.

یو شمېر کارپوهان وايي، هغه کسان، چې په لویه جرګه د ګډون لپاره رابلل کیږي، د ټول افغان ولس استازيتوب نه شي کولای او د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهاله ستراتيژیک تړون په برخه کې د دوي پرېکړې به اعتبار ونه لري.

افغان کتونکی احمدسعیدي په دې اړه وايي:

(د خلکو استازي هغه دي چې خلکو ورته رایه ورکړي وي چې هغه ولسي جرګه او مشرانو جرګه ده نو پارلمان چې وي دا خلک نه تصمیم نیولای شي )

په ورته وخت کې افغان چارواکي وايي، په را روانه لويه جرګه کې به د ټولنې د بېلابېلو قومونو استازي ګډون کوي او دا به روښانه کړي، چې له امریکا سره څه ډول اوږد مهاله ستراتيژیکې اړیکې ټینګې شي.

د لويې جرګې د جوړېدو په هدف د جوړ شوي کمیسیون د دارالانشا مرستیال نجیب امین وايي:

(د افغانستان د ملي شورا غړي، د ولایتي شوراګانو غړي، والیان، د افغانستان جهادي عالمان، د هېواد پېژندل شوې ښځې، له ولسوالیو او ښارونو له ناحيو څخه قومي مشران او مخور، د کوچیانو، د مدني ټولنو او معلولینو او معیوبینو استازي، په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغانان کډوالو استازي، د صنعت کارانو او سوداګرو استازي، په حکومت او قضا کې پوه او مخور کسان، د دودیزې لويې جرګې د جوړولو لپاره د تباری کمیسیون استازي د پخوانی لويو جرګې ځينې غړي په کې ګډون کوي.)

په عین حال کې نورې اندېښنې هم زېږېدلي دي، یو شمېر افغان کتونکي وايي، چې ټاکل شوې افغان حکومت د افغان کډوالو د استازو په نامه یو شمېر کسان له ایران او پاکستان څخه هم دغې لويې جرګې ته راوبولي.

د دغو کتونکو په باور داسې ویره موجوده ده، چې دغه کسان د ګاونډیو هېوادونو له استخباراتو سره اړیکې ولري او جوړېدونکې لویه جرګه له بحران سره مخامخ کړي.

بیا هم افغان کتونکی احمد سعیدي وايي:

( د هغه څه په اړه، چې زه ورته اندېښنه لرم، دا دی چې ما د دولت له خوا واورېدل، چې یو شمېر کسان له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په نامه راولي.

زه اندېښنه لرم، هغه کسان، چې راوستل کیږي، هغه د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو کسان نه وي او دغه جرګه بحران لورته ونه کاږي.)

خو د لويې جرګې د جوړېدو په هدف د جوړ شوي کمیسیون د دارالانشا مرستیال نجیب امین د دغو اندېښنو ځواب داسې وايي:

(د کاندیدانو د انتخاب لپاره یوه دقیقه کړن لاره په پام کې نیول شوې ده، چې اوس مهال پرې کار روان دې.

د دې کړن لارې پلې کول موږ ډاډه کوي، چې هغه کسان، چې د پردیو له استخباراتو سره اړیکې لري دلته نفوذ ونه کړي.)

دا چې د دغې لويې جرګې ګډونوال له څه ډول مفکورې سره په دغه جرګه کې ګډون وکړي، دوې کابل ښاریانې يي په اړه وايي:

(زما نوم سارا اژیر دی، دغه دودیزه جرګه، چې جوړیږي، دا باید د افغانانو په اراده وي او د بهرنیانو او امریکا نفوس په کې نه وي، یعنې د افغانانو مفکوره باید که مثبته وي که منفي باید ومنل شي.

زما نوم مژګان صافي دی، د افغانستان قومونه او قبایل باید ډېره هڅه وکړي، چې په دغه جرګه کې هغه مسایل ډېر مطرح کړي، چې د افغانستان ګټو ته ډېر ارتباط ولري.)

که څه هم ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره د اوږدمهاله ستراتيژیکو اړیکو درلودل، یوه اساسي اړتیا بولي، خو وايي، چې وروستی پرېکړه به په راروانه لویه جرګه کې وشي:

(سږکال امریکا له موږ څخه د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو غوښتننه کړې، چې دغه مسله د افغانستان د راتلونکو ۵۰ – ۶۰ کلونو پورې هم ښې او هم بدې اغېزې لري.

وروستۍ پرېکړه د افغان ملت پرېکړه ده، افغان حکومت په دې برخه کې واک نه لري، چې هڅه مو دا ده، چې د افغانستان په دودیزه لویه جرګه کې د هېواد د خلکو ډېری استازي په کې برخه واخلي.)

دا چې په جوړېدونکې لويه جرګه کې د ستراتیژیکو همکارېو د تړون او د امریکا د اډو د جوړېدو په اړه د خلکو د استازو د ګډون او مشورو په اړه اندېښنې او خوشبینې ترکومه سمې او ناسمې دي، د روژې له مبارکې میاشتې وروسته د دغې جرګې له جوړېدو وروسته به روښانه شي.

ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG