د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

کرزي د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره د اوباما د پلان هرکلى وکړ


افغان ولسمشر له هېواده د امریکایي ځواکونو د ویستلو لپاره د بارک اوباما د پلان هرکلۍ وکړ او هغه یي په افغانستان کې د ملي واکمنۍ په لور مهم ګام وباله.

د دغه پلان له مخې، چې د چهار شنبې په شپه اعلان شو، تمه ده، چې د روان کال تر پایه له افغانستان څخه لس زره او د ۲۰۱۲ میلادي کال تر پایه ټول درې دیرش زره امریکایي سرتیري وویستلې شي.

ښاغلي کرزي، چې د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې په یوه لنډه خبري غونډه کې په دې اړه خپل غبرګون څرګندولو وویل، چې د دې پلان په بشپړیدو سره به د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه د افغانانو د بشپړې واکمنۍ زمینه برابره شي:

(د ۲۰۱۴کال تر پایه پورې به افغانان د خپلې خاورې د ساتنې او د خلکو د امنیت لکه چې باید هم وي چې دا مسولیت به د افغانانو وي او دا اعلان پرون ماښام وشو موږ د اوباما د اعلان هرکلۍ کوو او افغانانو ته د خپلې خاورې د اختیار د اخیستو تبریکي وایو)

ښاغلي کرزي که څه هم د نړېوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه، خو ویي ویل، چې د هېواد تیرو تجربو ښودلې، چې د افغانستان امنیت یوازې د دې خاورې اولاد ساتلې شي.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې یو ځلې بیا د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ اړیکو ته اشاره وکړه او ویي ویل، چې دا اړیکې په داسې ډول باید وي، چې هم د افغانستان او هم د دوي ګټې په دې خوندي وي.

د اوباما ادارې په داسې حال کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو پلان اعلان کړې، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې د هېواد د اوو سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې شي.

ښاغلي کرزي هم په خپلو خبرو کې د دغه بهیر پیل د ملي واکمنۍ لپاره ضروري وباله او ویي ویل، چې افغان ځواکونه د دې مسؤلیتونو منلو ته چمتو دي.

(انشاء اله څه موده وروسته به د انتقال بهیر پیل شي، چې په کې د یو شمېر ولایتونو او ښارونو امنیتي او حکومتدارۍ چارې افغانانو ته وسپارلې شي.

په پوره ډاډ سره او د خلکو په همت سره به دا بهیر تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې بشپړ شي او د افغانستان خلک به خپله خاوره د خپلو ځوانانو په مټ وساتي.)

که څه هم د هېواد د دفاع وزارت هم د دې پلان هرکلۍ کړې او ویلي، چې دوي چمتو دي، چې هغه ټولې تشې ډکې کړي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پایله کې رامنځ ته کیږي، خو لا هم د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو او سمبالښت په اړه اندیښنې پر ځای دي.

له بل لوري د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه پلان د اعلانولو په مهال دا هم وویل، چې په افغانستان کې سوله یوازې په پوځي لارې نشي ټینګیدای، بلکه سیاسي جوړ جاړي ته هم اړتیا شته.

خو وسله والو طالبانو بیا په خپل غبرګون کې دا کار هغه وخت ممکن بللې، چې ټول بهرني ځواکونه په یو مخي توګه وویستلې شي.

خو دا هغه څه دي، چې په افغانستان کې دننه او بهر یي په وړاندې پراخ مخافت کیږي او د هغې پایلې خطرناکې بلل کیږي.
XS
SM
MD
LG