د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

ملي امنیت یوځانمرګی له چاودیدونکو توکو سره نیولی


دغه ځوان چې غوښتل یې د پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې ځان وژونکې حمله ترسره کړي څه موده مخکې د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو له خوا جذب شوی وو.

دی دلاور نومیږي او اتلس کاله عمر لري، ده څرګنده کړه چې اته میاشتې مخکې د خپلې کورنۍ په خوښه له لوګر څخه پکتیا ولایت ته د مزدورۍ لپاره ورغلی وو.

دلاور چې ټیټه ونه او لنډه توره ږیره یې وه د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا له چاودیدونکو موادو څخه ډک هغه صرف ډوله موټر سره نږدې ودرول شو چې غوښتل یې په کې ځان وژونکې حمله ترسره کړي.

ده په خپلو لنډو خبرو کې له دې امله چې ژغورل شوی، خوښي وښوده او نورو ځوانانوته یې هم خپل پیغام وړاندې کړ:

(زه دلاور د لوګر د محمداغې ولسوالۍ زه طالبانو جذب کړم او د ۱۵زره پیسو په مقابل کې يي راته وویل ځان مرګي برید وکړه)

دغه ځوان د پنجشنبې ورځې په سهار د کابل ښار د کمپنۍ په سیمه کې په داسې حال کې چې په صرف ډوله موټر کې یې څه باندې اته سوه کیلوګرامه چاودیدونکي مواد، د تیلو بوشکې او د ګازو ډبې ځای پرځای کړې وې د ملي امینت د ریاست له خوا ونیول شو.

له ده سره یو بل تن چې د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د حملې پلان یې جوړ کړی وو، هم نیول شوی، د ملي امنیت ریاست وایي چې د دوي لومړنۍ څیړنې ښیي چې نیول شوي کسان د حقاني شبکې سره تړاو لري.

د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل خبریالانو ته وویل، چې وسله والو مخالفانوغوښتل د دې حملې له ترسره کولو سره دا وښیي چې افغان ځواکونه د امنیتي مسوولیتونو د ترلاسه کولو توان نه لري:

(ځان مرګي بریدګر غوښتل چې په کابل کې یو برید وکړي له نیکه مرغه دغه موټر ونیول شو.)

ټاکل شوې ده له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو سپارل په روانه لمریزه میاشت کې پیل شي، افغان ځواکونو ته د ولسمشر کرزي له خوا د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو د پروګرام له اعلان سره سم وسله والو مخالفانو خپلې حملې په افغانستان کې زیاتې کړي دي.

خو د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت عمومي ریاست په دې برخه کې له یو لړ موجودو اندیښنو سره سره ډاډ ښیي چې افغان امنیتي ځواکونه د امنیتي مسوولیتونو تر لاسه کولو ته چمتو دي او په دې برخه کې هیڅ ډول خنډ نه تر سترګو کیږي.
XS
SM
MD
LG