د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د ولسي جرګې له ۶۲غړو نه د وکالت حق واخیستل شو


د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتي شکایتونو ځانګړې محکمې د خپلو څیړنو د نتایجو د اعلان په مهال د ولسي جرګې له دوو شپیتو غړو څخه د وکالت حق واخیست.

ځانګړې محکمې شا اوخوا پنځه میاشتې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د تیرو انتخاباتو په اړه څیړنې وکړې او د پنجشنبې په ورځ یي په یوه علني غونډه کې خپله پریکړه اعلان کړه.

د ځانګړې محکې مشر صدیق الله حقیق علنې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ، چې د دوي څیړنې شفافې او بې لورې وې او د رایو په بیا شمېرنه کې یې منصفه هیت هم څارنه کړې:

(کوم شی چې موږ ته د امانت په توګه را سپارل شوي په اړه یې نړۍ ته هم ځواب ورکونکي یو، بیا هم ستاسو هر یو د استناف غوښتنې حق لري دغه حق تاسو ته سترې محکمې درکړی کوم وروڼه چې په دې اړه د استناف غوښتنه کوي زموږه دنده ده چې ورته ځواب ووایو او زه د خدای پاک په وړاندې هم ځواب ورکوونکي یم.)

دغه نتیجې د ولایاتو په ترتیب سره اعلان شوې چې پیل یې هم له هرات ولایت څخه وشوی.

د خلکو ډیره لیوالتیا هم هرات، غزني او کابل ولایتونو ته وه چې په ترتیب سره په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو شپږ وکیلان حذف ،د غزنې څلورو او د کابل پنځه وکیلان حذف شول.

د یادولو ده چې د هر ولایت فهرست کې یو، دوه یا درې کسه حذف شول خو زابل او بادغیس بیا هغه ولایتونه وو چې په بشپړه توګه یې د وکیلانو په لست کې بدلون راغی.

حذف شوي دوه شپیته وکیلان د افغانستان د ۲۶ ولایتونو او د کوچیانو له ډلې څخه وو، خو ارزګان،نیمروز، کونړ،پروان، کاپیسا او دایکنډې هغه ولایتونه وو چې د ځآنګړې محکمې د چارواکو په خبره کوم بدلون په کې نه په سترګو کیده.

پنجشیر او بامیان بیا هغه ولایتونه وو چې هیڅ شکایت په کې نه وو موجود.

بل خوا معترضه کاندیدانو د ځانګړې محکمې د دغو څیړنو هرکلۍ وکړ او ویي ویل، چې افغان حکومت په ریښتینې توګه وښودله چې بې قانونه کار په افغانستان که نه شي ترسره کیدی.

داود سلطانزوی هغه معترض کاندید دی، چې د ننني لست له مخې یې ولسي جرګې ته لاره پیدا کړه، نوموړي وایي د دې څیړنو ګټه په دې کې وه چې هم په قضایي ارګانونو د خلکو باور زیات شو او هم به د افغانستان راتلوونکې له دې څخه ښه عبرت واخلي.

سلطانزوی وایي افغان حکومت باید هغه کسان محکمه کړي چې درغلۍ یې کړي اوبې ځایه لګښتونه پرې شوي.

له دې سربیره هغه معترض کاندیدان هم خوښ دي چې په دغو څیړنو کې ناکام راوتلي.

ځانګړې محکمې دغه نتیجې په داسې حال کې اعلان کړې چې ولسي جرګې په وار وار دغه محکمه غیر قانوني بللې.

دغې جرګې د پنجشنبې په ورځ په خپله غونډه کې په دې اړه ژور حساسیت ښکاره کړ او وې ویل چې دوي به له ځان نه د دفاع په خاطر په افغانستان کې له بهرنیو دیپلوماتیکو مرکزونو مرسته وغواړي.

اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG