د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

بریتانیا:له ۲۰۱۵کال وروسته به په افغانستان کې جنګي رول ونه لرو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول له خپل بریتانوي سیال سره په یوه خبري غونډه کې وینا کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول له خپل بریتانوي سیال سره په یوه خبري غونډه کې وینا کوي
د افغانستان، بریتانیا او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ یو ځلې بیا وویل، چې هېواد به یې له دوه زرو پنځلسم کال وروسته په افغانستان کې عسکراو جنګي رول ونه لري، خو له هغې وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي هیګ په کابل کې یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، چې بریتانیا به له افغانستان سره د بیارغونې او اقتصادي همکارېو په برخه کې د اوږدې مودې لپاره ملګرې پاتې شي.

نوموړي په افغانستان کې د سولې د عالي شورا په مشرۍ د سولې له پیل شوي بهیره ملاتړ څرګند کړ.

په دې اړه چې افغان ولسمشر او د امریکا د دفاع وزیر له وسلوالو مخالفینو سره د لومړنیو اړیکو د ټینګیدو خبره کړې، د یوې پوښتنې په ځواب کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، که داسې کومې اړیکې ټینګې شي، نو هېواد یې ترې ملاتړ کوي:

(فکر کوم کیدای شي چې داسې وویل شي، چې اړیکې نیول کیږي. د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې پروسه پرمخ روانه ده، موږ د دغو اړیکو او پروسې ملاتړ کوو، کله چې دغه اړیکي ټینګ شي، نو د بریتانیا به یې مرسته وکړي. )

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل، چې د بهرنیو چارو درې واړو وزیرانو په خپلې غونډه کې په بېلابېلو مهمو مسایلو خبرې وکړې:

(د سولې د پروسې په اړه مو خبرې وکړې، افغان ځواکونو ته د هېواد د امنیت د انتقال په اړه ، له سیمې سره د اړیکو، د سیمه یېزو همکاریو او همدا راز په امنیتي او اقتصادي مسایلو کې له متحدینو سره د افغانستان د راتلونکو اړیکو په اړه مو خبرې وکړې. )

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن سلطان النهیان هم وویل، چې هېواد یې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې به هر هغه څه وکړي، چې افغانان یې غوښتنه وکړي.

ښاغلي النهیان وویل، چې د هېواد عسکر به یې د ناټو په مشرۍ په ایساف ځواکونو کې فعالیت ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل:

(دا زموږ افغانستان ته څوارلسم پوځي سفر دی، په دې وروستیو څو کلونو کې د متحده عربي اماراتو په زرګونو افسرانو په افغانستان کې خدمت کړی، موږ په دې ویاړو چې له ناټو بهر د اسلامي ځواک په توګه په افغانستان کې فعالیت کوو، دا نورو اسلامي هېوادونو ته هم لاره پرانیزي چې له افغانانو سره مرسته وکړي او په ایساف کې کار وکړي.)

د امریکا له متحده ایالاتو وروسته بریتانیا د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې تر ټولو ډیر عسکر لري، چې زیاتره یې په ناکراره ولایت هلمند کې میشت دي.

متحده عربي امارات هم د یوه اسلامي هېواد په توګه په ایساف کې یو شمېر عسکر لري چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې فعالیت لري.

د دغو دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هلمند ته هم سفر وکړ او هلته یې له سیمه یېزو چارواکو او بریتانوي عسکرو سره وکتل.
XS
SM
MD
LG