د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د اوباما له وینا وروسته د یو شمېر لویدیځو هیوادونو غبرګون


د امریکا د ولسمشرله دې اعلانه وروسته چې د روان کال تر پایه به لس زره او بیا به بل کار درویشت زره پوځیان له افغانستانه بهر کړي، یو شمېر لویدیځو هېوادو عکس العمل څرګند کړ.

د بریتانیا د صدراعظم دفتر د امریکا د ولسمشر تر وینا وروسته چې د کابل په وخت نن سهار په څلور نیمې بجې د تلویزیون له لارې په مستقیم ډول خپره شوه، د اوباما د دې پریکړې ستاینه وکړه چې درې دیرش زره پوځیان د راتلونکې کال تر پایه له افغانستانه باسي.

صدراعظم ډیویډ کامرون په خپله د بارک اوباما تر وینا مخکې له هغه سره په ټيلفون خبرې وکړې او وویې ویل، چې بریتانیا به د دوه زره پنځلسم کال تر پایه خپل ټول محارب عسکر له افغانستانه وباسي.

بریتانیا شاوخوا لس زره پوځیان په افغانستان کې لري او له امریکا وروسته تر بل هر هېواد د بریتانیا د پوځیانو شمېر ډير دی.

بل لور ته استرالیا چې په افغانستان کې شاوخوا یو نیم زر پوځیان لري وایي، چې د دوه زره څوارلسم کال تر پایه به خپل عسکر له افغانستانه بهر کړي.

د استرالیا صدراعظمې جولیا ګیلارد د بارک اوباما تر وینا وروسته وویل، استرالیا به په خپل وخت د دوه زره څوارلسم کال تر پایه یعنې هغه مهال چې افغان ځواکونه روزل شوې وي پوځیان له افغانستانه بهر کړي.

جولیا ګیلارد په استرالیا کې خبریالانو ته وویل، چې موږ به د اوس لپاره د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ته دوام ورکړو.

د استرالیا اکثر پوځیان په ارزګان کې دي، د استرالیا صدراعظمې وویل، د امریکا ادارې دې ته وار له مخه ډاډ ورکړی دی چې له افغانستانه به د یو شمېر امریکایي پوځیانو وتل په ارزګان کې پر امنیتي وضعې اغیز ونه کړي.

که استرالیا خپل پوځیان د اوس لپاره له افغانستانه نه باسي جرمني بیا اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه به خپل عسکر په افغانستان کې لږ کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویستیرویلې په برلین کې پرون خبریالانو ته وویل:

« موږ به روان اوړی په سیمه کې امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارو.

موږ غواړو چې وار له مخه داسې شرایط برابر کړو، چې د کال تر پایه د خپلو پوځیانو شمیر لږ کړو»

ویستر ویلې زیاته کړه، چې موږ په افغانستان کې له لسو کلونو راهیسې پوځیان لرو داسې نه شو کولای چې لس کاله نور هم هلته خپل عسکر وساتو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل، د همدې لپاره پکار ده چې سیاسي روغې جوړې ته لاره هواره شي او امنیتي چارې تدریجې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG