د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

ناټو:په افغانستان کې پرمختګ د پوځیانو وتلو ته لاره هواروي


د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د بارک اوباما له پریکړې وروسته چې درې دیرش زره امریکایي پوځیان له افغانستانه باسي، څرګندونې کړې دي.

د ناټو عمومي منشي وویل، چې له افغانستانه د یوې برخې امریکایي پوځیانو وتل د یاغي ځواکونو پرضد په جګړې کې د پرمختګ طبیعي نتیجه ده.

اندرس فوګ راسموسن په یوه بیان کې څرګنده کړه، چې ما له ولسمشر بارک اوباما سره خبرې وکړې د هغه د دې پریکړې ستاینه مې وکړه چې په جولای کې د خپلو پوځیانو وتل له افغانستانه پیلوي.

راسموسن بیا زیاته کړه، د ولسمشر اوباما پریکړه طبیعي ده د هغه پرمختګ نتیجه ده چې په مځکه کې زموږ ځواکونو ترلاسه کړې ده.

راسموسن بیا وویل، بارک اوباما په دې برخه کې له ناټو او نورو متحدانو سره له نژدې سلامشورې کړې دي.

اندرس فوګ راسموسن له بروکسله په خپاره کړې بیان کې دا هم وویل، چې طالبان تر فشار لاندې دي، د افغانستان امنیتي ځواکونه ورځ په ورځ غښتلي کيږي او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي واک د لیږد بهیر پيلیدونکی دی چې په دوه زره څوارلسم کال کې به بشپړ شي.

د امریکا د ولسمشر له وینا سره سم به د راتلونکې میلادي کال تر پایه په افغانستان کې اویا زره امریکایي پوځیان پاتې شي.

د ناټو د نورو غړېو هېوادو او ایساف پوځیان هم څه کم پنځوس زرو ته رسیږي.

د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې وویل، کله چې افغان ځواکونو ته امنیتي چارې وسپارل شي، نو د امریکا جنګي ماموریت به په افغانستان کې د حمایت په ماموریت بدل شي.

د ناټو عمومي منشي هم وویل، چې زموږ ستراتیژي په افغانستان کې دا ده چې د ناټو او ایساف ماموریت له محاربوي په ملاتړي ماموریت بدل شي.

د ناټو عمومي منشي بیا وویل، چې له افغانستانه د پوځیانو ایستل د مځکې تر شرایطو پورې دي او په دې برخه کې موږ له خپلو متحدانو او ملاتړیو سره له نژدې په تماس کې یوو.

راسموسن زیاته کړه، چې زموږ پریکړې به له هغو اصولو سره سمې وي چې وارله مخې موافقه پرې شوې ده او هغه د افغانستان د سولې او ثبات ژمنه ده.
XS
SM
MD
LG