د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۳

ولسي جرګې د لوی څارنوال د استیضاح پریکړه وکړه


د ولسي جرګې غړو دا پریکړه وروسته له هغې وکړه، چې ځانګړې محکمې اعلان وکړ، چې غواړي د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتي دوسیو د څیړلو په اړه خپل نتایج اعلان کړي.

د دې جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ د چوپې خولې اعتصاب مات کړ او په یوه فوق العاده غونده کې د ځانګړې محکمې په خلاف د یوې مسودې د خپرولو تر څنګ، د لوی څارنوال او د سترې محکمې د عالي شورا د غړو د استیضاح پریکړه هم وکړه.

د ولسي جرګې دویم منشي فرهاد عظیمي، چې دا مسوده یي د جرګې غړو ته لوستله وویل، چې د انتخاباتو په اړه د ځانګړې محکمې هر ډول پریکړه د قانون په خلاف ده:

(د ځانګړې محکمې رامنځته کول، فعالیت او په انتخاباتو یي د نظر تپل یي د اساسي قانون په خلاف دي او د زور ګویي یوه څرګنده بیلګه ده.

موږ د خلکو د استازو په توګه د انتخاباتو په اړه د دې محکمې هر ډول پریکړه، چې د انتخاباتو د کمیسیون کار دې په څرګند ډول قانون ماتونه بولو او هغه مردود شمېرو.)

د ځانګړې محکمې په اړه د وکیلانو یوه اساسي اندیښنه دا ده، چې ممکن له دې پریکړې سره د جرګې شاوخوا اتیا غړي، چې په درغلیو تورن دي له جرګې وویستلې شي او تر عدلي تعقیب لاندې ونیولې شي.

تر دې مخکې وکیلانو ډیره هڅه وکړه، چې په ولسمشر باندې له بېلابېلو لارو فشار راولي او دا محکمه پرې لغوه کړي، خو داسې ښکاري، چې دغو هڅو کومه مطلوبه نتیجه نه ده لرلې.

په همدې حال کې د جرګې غړو پریکړه وکړه، چې د پنجشنبې په ورځ بیا فوق العاعده غونډه وکړي او لوی څارنوال او د سترې محکمې د عالي شورا غړي استیضاح کړي.

خو د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري بیا د ولسي جرګې دا پریکړه له قانون سره په ټکې کې وبلله:

(د اساسي قانون ۹۱،۹۲،۹۳ماده کې راغلي خو که څوک اساسي قانون مني نو دوي د لوی د څارنوال د استیضاح کولو حق نه لري ځکه دغه صلاحیتونو یو نظام د حکومت منځته راوړی دی دغه توازن د صلاحیتونو اساسي قانون ویشلی دی. )

په ورته وخت کې د جرګې یو شمېر غړي، چې د ځانګړې محکمې د کار پلویان دي د ولسي جرګې دا پریکړه غیر قانوني بولي او وایي، چې باید په درغلیو ورغلي وکیلان باید وویستلې شي.

ځانګړې محکمې بیا تر دې دمه څه نه دي ویلي، چې پریکړه به یي د ولسي جرګې موجوده ترکیب کې کوم بدلون راولي او که نه؟

خو دا به د پنجشنبې په ورځ به روښانه شي، چې د ځانګړې محکمې پریکړه، چې د کابل په استناف محکمه کې په یوه علني غونډه کې اعلانیږي څه ده.
XS
SM
MD
LG