د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۳

بلوچ زاده:له سولې مخکې باید په افغانستان کې انتقالي عدالت پلي شي


په افغانستان کې د انتقالي عدالت د ډلې مشر اجمل بلوچ زاده
په افغانستان کې د انتقالي عدالت ډله، چې تر ډیره د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه کوي له دولته غواړي، چې له وسله والو مخالفینو سره له پخلاینې مخکې باید انتقالي عدالت پلي کړي.

د دې ډلې غړو، چې د چهارشنبی په ورځ یي د کابل پوهنتون د ملي حقوقي روزنیر مرکز کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله خبردارې ورکړ، چې د انتقالي عدالت له پلي کولو مخکې د سولې هلې ځلې به موثرې نه وي.

د دې ډلی یو مسوول اجمل بلوچ زاده همدا راز د سولې د عالي شورا په ترکیب هم انتقاد وکړ او ویي ویل، چې د انتقالي عدالت د پلي کېدو مخه نیسي:


(د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، تر ډیره برهان الدین رباني،جنرال دوستم، سیاف، محقق،خلیلي، د طالبانو د واکمنۍ په مهال ملا محمدعمراو ځیني نورکسان، چې په دې مسایلو کې ښکیل وو، په جنګي جرمونو تورن بولي.

د سولې عالي شورا ترکیب ښه نه دی، دوي د خپلو شخصي ګټو، د ځان د بقا او د انتقالي عدالت د نه پلي کولو لپاره، دی شورا ته راغلي دي.

د سولې کومه پروسه چې اوس روانه ده عدالت یي قرباني کړی دی، که چېرې په داسې حال کې سوله راشي نو دا سوله به تل پاتې نه وي او ډیر ژر به په کم حرکت له منځه لاړه شي او هېواد به یو ځل بیا کورنیو جګړو کې ښکیل کړي.

د عدالت پرته سوله، په دې مانا ده، چې د افغانستان لپاره به د بحران بله دروازه پرانیزي.)


د انتقالي عدالت ډلې همدا راز په افغان حکومت انتقاد وکړ، چې د بن په کنفرانس کې یي د انتقالي عدالت د پلي کولو ژمنه کړې، خو تر اوسه یي په دې برخه کې کوم ځانګړې کار نه دې کړې.

د انتقالي عدالت ډله د تیرو دریو لسیزو جګړو د قربانیانو لپاره عدالت او د جنګي مجرمینو محاکمه غواړي.

د دغه ډلې مسولینو وویل، چې په تیرو دریو لسیزو جګړو، کې بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي او معیوب شوي دي.

د دې ډلې مسولین وايي، چې په تیرو دریو لسیزو جګړو، د ښځو د اندامونو د پرې کولو پر دوي د جنسي تېري، د انسانو په سرونو کې د میخونو د ټک وهلو او همدا راز په داشونو کې د هغوي د سوځولو په څیر بګنوونکي جنایتونه شوي.

خو د سولې د عالي شورا غړي عبدالحکیم مجاهد بیا د انتقالي عدالت د ډلې له خوا پورته شوي انتقادونه بې ځایه وبلل او ويي ویل، چې دا شورا د خلکو د استازو له خوا د سولې د ملي مشورتي جرګې وروسته جوړه شوی:

(زه باور لرم چې د ټولو نه مخکې باید د جګړو د پای ته رسېدو په اړه ژور فکر وکړو چې تر څو سوله راشي خو کله چې سوله راغله بیا افغان خپل حقونه د حقوقي لارو غوښتلای شي.)

د انتقالي عدالت غړو همدا راز وویل، چې دوي اوس مهال د تیرو دریو لسیزو جګړو د قربانیانو لپاره د انتقالي عدالت د پلي کولو غوښتنه کوي.

د دوي په وینا اوس هم په هېواد کې د روانې جګړې په مهال د عامه خلکو په وړاندې جنایتونه کیږي، چې دا جنایتونه به هم په خپل وخت سره وڅیړلې شي او د مجرمینود محاکمې غوښتنه به یي وشي.

ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG