د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

اوباما:جنرال الین به په افغانستان کې د ناټو مشري په غاړه واخلي


د ولسمشر باراک اوباما اداره هڅه کوي، څو په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قومندان د بدلولو کار ګړندی کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې په دې ګام سره به جنرال جون الین د راتلونکې میاشت په سرکې د جنرال پیترایوس پر ځای په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو مشري پر غاړه واخلي.

ټاکل شوې وه، چې جنرال الین په را روانه سیپتمبر میاشت کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونوعمومي قومندان شي او جنرال پیترایوس د امریکا د مرکزي استخباراتو یا (سي ای اي) مشري پر غاړه واخلي، خو د امریکا د دفاع د وزیر په وینا غواړي چې جنرال پیترایوس ته یو څه وخت ورکړي.

جنرال پترایوس له کلونو را پدیخوا په افغانستان اوعراق کې د امریکايي ځواکونو قومنده په لاس کې درلوده.

د دفاع وزیر رابرټ ګیټس وویل، فکر کوم چې موږ په افغانستان کې د قومندي د بدلولو چارې یو څه ژر ترسره کړو .

له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ګیټس وویل، باید جنرال پیترایوس ته یو څه وخت ورکړو ځکه تیر څلور څلور نیم کلونه د هغه لپاره خورا سخت تمام شوي دي.

که څه هم چې ولسمشر باراک اوباما په تیر اپریل میاشت کې جنرال الین په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د نوي قومندان په توګه پیشنهاد کړی، خو په ټاکل کېدو لپاره يې لومړۍ باید هغه د کانګریس د سنا د مجلس له خوا تائید شي.


دغه راز د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس وايي، ولسمشر اوباما غواړي چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پیترایوس د سیپتمبر میاشت په سر کې د (سي ای اي) د مشر په توګه کار پیل کړي.

جنرال جون الین له دې نه مخکې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندې د مرستیال په توګه دنده درلوده.

نوموړی به د امریکا د سمندري ځواکونو یا (مرینز) لومړنۍ افسر وي چې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو قومنده په لاس کې اخلي.

له بلې خوا د کانګریس د سنا مجلس د چهار شنبې په ورځ د (سي ای اي) پخوانۍ مشر لیون پنیتا د متحده ایالاتو د دفاع د نوي وزیر په توګه تائید کړ، چې ټاکل شوي نوموړی د راتلونکې جولاي میاشت په لومړې نېټه کار پیل کړي.

د امریکايي ځواکونو او امنیتي ادارو په مشرتابه کې دا بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې ټاکل شوي ولسمشر باراک اوباما نن ناوخته اعلان کړي چې څومره شمېر سرتیري به په روان اوړي کې له افغانستان څخه وباسي.
XS
SM
MD
LG