د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

عظیمي:ملي اردو د پاکستاني ځواکونو پر ضد ورته اقدام ته چمتو دي


د دفاع وزارت د پاکستان له خوا د افغانستان پرځینو ختیځو سیمو د توغندېو د بریدونو په اړه جدي غبرګون وښود او ویي ویل، که چېرې دا ستونزه له ډیپلوماتیکو لارو حل نه شي نو ملي اردو د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر ضد ورته اقدام ته چمتو ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي څرګنده کړه، چې په تیرو څه باندې دوو اونیو کې د پاکستان له خوا کابو یو نیم سل توغندي د کونړ پر ناړۍ، دانګام، شیګل، چپه دره او اسمار ولسوالیو توغول شوي چې له امله یې یو شمېرملکي وګړو ته چې تر ډیره ښځې او ماشومان دي مرګ ژوبله اوښتې.

د جنرال عظیمي په خبره افغان حکومت د افغانستان، پاکستان او ایساف ترمنځ د درې اړخیز کمیسیون او نورو ډیپلوماتیکو مراجعو له لارې هڅه کیږي دا ستونزه اواره شي خو ده ډانګ پیلې کړه چې د اړتیا په صورت کې به افغانستان هم ورته اقدام وکړي:

"د افغانستان ملي اردو تیاری لري که چېرې د افغانستان سیاستوال او چارواکي اجازه ورکړي د پاکستان دې ډول چلند ته مناسب ځواب ووایي.

نه یوازې ملي اردو که چیرې موږ د کونړ ولایت خلکو ته اجازه ورکړو هغوي به دې ډول خوزښتونو او حرکاتو ته ورته او جدي ځواب ورکړي".

په ختیځو ولایتونو کې د سرحدي ځواکونو د قومندان جنرال امین الله امرخیل په خبره په تیرو څه باندې درېو اونیو کې د پاکستان سرحدي ځواکونو د افغانستان پر سرحدي سیمو سلګونه توغندي توغولي.

په عین حال کې جنرال امرخیل، د کونړ والي، د دې ولایت د امنیې قومندان او عامو خلکو هم په دې اړه تند غبرګون ښودلی او ویلي یي دي که چېرې ولسمشر اجازه ورکړي نو دوي دیته چمتو دي چې د پاکستان سرحدي ځواکونو ته ورته ځواب ورکړي.

د افغانستان په ملي شورا کې هم د پاکستان دې عمل تند غبرګونونه را پارولي، په ولسي جرګې کې د کونړ ولایت استازی حاجي غلام سخي مشواڼي په دې اړه وایي:

(اوس پاکستان په مستقیم ډول د کونړ څو ولسوالۍ له تهدید سره مخ کړي چې د مرکزي دولته پام ورته غواړم)

له کونړ ولایت څخه رسیدلي راپورونه وایي، چې د پاکستان د توغندېو له امله د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې اته کسان وژل شوي او تر دولسو زیات ټپیان دي.

دغه راز ویل شوي، چې د کونړ ولایت له ځینو سرحدي سیمو څخه څه باندې دوه سوه کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته هم اړې شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

همدا شان د افغانستان سرحدي ځواکونو ویلي، چې د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ هم د پاکستان سرحدي ځواکونو توغندي ویشتلي، خو لا تر اوسه پاکستاني چارواکود توغندیو د ویشتلو او د افغان چارواکو د دې اندیښنې په اړه کوم رسمي نظرنه دی څرګند کړی.
XS
SM
MD
LG