د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

روان کال اوباما ۱۰زره سرتیري له افغانستانه باسي


تمه ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به په روان کال کې شاوخوا لس زره عسکر له افغانستانه وباسي.

د دغو عسکرو نیمایي یانې پنځه زره به یې په روان دوبي او همدومره نوربه د روان کال په پای کې بیرته وطن ته ستانه شي.

د اسوشیتید پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دغه ټکی یوه امریکایي پوځي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط بیان کړی دی.

دغه چارواکي همدا راز ویلي، چې اوباما به دغه راز په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو مهال ویش هم په ډاګه کړي او د شل زره نورو هغو عسکرو د ایستلو امر به ورکړي، چې د ۲۰۰۹ کال د ډیسمبر د میاشتې د اعلان په اساس د وسله والو طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره دې هېوادته استول شوي و.

د سپینې ماڼۍ ویاند، جي کارني پرون په دې اړه جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې ولسمشرله افغانستانه د عسکرو د ایستلو د پلان په اړه خپله پریکړه کړې ده او سبا ماښام یانې نن به یې جزیات له سپینې ماڼۍ څخه ملت ته په وینا کې بیان کړي.

هغه وویل، ولسمشر د سې شنبه په ورځ د خپلو پلانونو په اړه له خپلو امنیتي سلاکارانو سره غونډه درلوده او هغوي ته یې په دې اړه معلومات ورکړل.

جي کارني وویل:

(دغه پریکړه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د کمولود پیل په اړه ده.

تاسو خبر یاست چې موږ په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زیات کړی او اوس یې شمېر اوج ته رسیږي.

ولسمشر د ۲۰۰۹ کال په ډیسمبر کې واضح کړې وه او ژمنه یې کړې وه چې د ۲۰۱۱ م کال د جولای له میاشتې څخه به د عسکرو د ایستلو بهیر پیل شي.

هغه په خپلې دې ژمنې ولاړ دی او په دې خاطر به دی سبا ماښام خپله پریکړه اعلان کړي.)

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني دغه راز وویل، چې د القاعد د مشر اسامه بن لادن په وړاندې بریالی ماموریت په افغانستان او پاکستان کې د القاعده د غړو په وړاندې زموږ د روانو عملیاتو د بریالیتوب ښکاره ثبوت دی.

سپنه ماڼۍ:موږ د خپلو موخو په خاطر په افغانستان کې یو

هغه وویل، په افغانستان کې موږ د دې لپاره حضور لرو، چې خپل اهداف لاس ته راوړو. موږ ټینګ باورلرو چې زموږ او د افغانستان د دولت او د عامو افغانو اهداف یو دي. القاعده نه د افغانانو او نه هم د افغانستان د حکومت ملګرې ده.

جي کارني وویل،موږ په افغانستان کې په ملکي او پوځي برخوکې ډیر بریالیتو بونه ترلاسه کړي دي:

(موږله افغانستان سره د متحده ایالتو پر مرستو چې زموږ پوځي او ملکي پرسونل کړي، ډیر ویاړو.

موږ طبعا څو پرله پسې کلونه د ملکي تلفاتو او نورو مسایلو په اړه د ولسمشر کرزي اندیښنې اوریدلي او موږ له هغه سره د دغو مسایلو په اړه کار کړی ځکه د ملکي تلفاتو مخنیوی زموږ ګډ هدف دی.)

په اوس وخت کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر شاوخوا سل زره تنو ته رسي.

که څه هم د سپینې ماڼۍ ویاند دا ونه ویل، چې په لومړي ګام کې به د دغو ځواکونو څه شمېر له دې هېواده ایستل کیږي خو زیاته یې کړه چې د راتلونکې جولای له میاشتې څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو له پلان سره سم، امریکا افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو بهیر هم پیلوي چې تر۲۰۱۴ کال پورې به بشپړ شي.
XS
SM
MD
LG