نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼې کې په افغانستان کې د شویو اقتصادي پرمختګونو په اړه مقاله خپره کړې ده. د دې لیکنې په یوې برخې کې لولو، متحد ایالاتو له دوه زره دوهمه تر دوه زره لسم میلادي کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره نولس میلیارډه ډالره لګولې دي او یو شمیر نورو هیوادو هم په میلیارډونو ډالر مصرف کړې دي.
نیویارک ټایمز بیا په یو شمیر برخو کې د محسوس پرمختګ خبره کوي او د ښوونځیو مثال ورکوي، د طالبانو په وخت کې نوي زه هلکان ښوونځیو ته تلل او نجونې محرومې وې خو نن سبا د ملګرو ملتو د احصاییو له مخې تر اووه ملیونه ډیر زده کوونکي چې پنځه دیرش فیصده یې نجونې دي ښوونځیو ته ځي.
د روغتیا په برخه کې هم د طالبانو په وخت کې نهه فیصده خلکو طبي خدمات ترلاسه کولای شوای خو اوس له دریو برخو دوه فیصده افغانان له ورغتیایي اسانتیاوې ګټه اخلي. د نیویارک ټایمز په وینا په ډیرو هغو برخو کې مرستې شوې دي چې ځوانان پرې مصروفه شي او د دې پر ځای چې د سړک د غاړې بمونه په کورونو کې جوړ کړي په کار بوخت شي. خو د ورځپاڼې په وینا مرستې په دې بنسټ کیږي چې د خلکو اقتصاد خراب دی نو ناراضه دي، که هغوی ته پیسې ورورسیږي، د ژوند کچه یې لوړه شي، کار ورته پیدا شي په هغوی کې بدلون راتلای شي.
خو په داسې هیواد کې لکه افغانستان لوږه د خشونت مانا نه لري یو شمیر نور ارزښتونه که هغه مذهبي دي یا قومي دي او یا بله فکري ریښه لري، شخړې پيدا کوي. د ورځپاڼې په باور له همدې امله هغه سیمې چې خلک یې خوار دي تل د شخړو مرکزونه نه وي.
بل لور ته د ورځپاڼې په باور له بهرنیو مرستو ناسمه استفاده اوږدمهالې ستونزې جوړوي. مثلا یو ښوونکی د میاشتې پنځه اویا ډالره معاش اخلي حال دا چې یو ژباړونکی تر زرو ډالرو ډیرې د میاشتې ترلاسه کوي، له دې سره هغه کسان چې د اوږدې مودې په مخه خدمت کوي له خپل مسلکه بیلیږي.
د نیویارک ټایمز په وینا سوله او امنیت په یوه هیواد کې د کلونو او لسګونو کلونو له مخې معلومیږي خو پرمختګ د نسلونو خبره ده نو که چیرته د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره سمه پر ځای مادي او معنوي پانګونه و نه شي په دغه هیواد کې به د سولې او امنیت خوندي کیدل اسانه نه وي.
د امنیتي څیړنو انستټیوټ:
د امنیتي څیړنو انستټیوټ هم په خپلې تازه ګڼې کې په افغانستان کې سوله او مرستې سره تړلې ګڼلې دي. دغه خپرونه، په افغانستان کې د مرستو له عملیاتو تر تل پاتې سولې ، تر سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده او په یوې برخې کې یې لیکي، د افغانستان وضعې ته متخصصان یو ډول اندیښنه لري، د دغو څیړونکو په باور وروستی چانس دا دی چې د انتقال په راروان پړاو کې پر بهرنیو مرستو ولاړ افغانستان په یوه پرمختللي دیموکرات هیواد بدل شي.
دغه خپرونه بیا وړاندې لیکي، د اوس لپاره یوه لویه تشه د افغانستان د پوځ د روزنې سست والی دی چې له همدې امله به افغان پوځیان د عملیاتو په ډګر کې د کیفیت له اړخه نیمګړي پاتې شي. د خپرونې په باور په دې ډګر کې ډیر مصرف کیږي خو په داسې هیواد کې چې ادارې کمزورې دي د لوی پوځ اداره اسانه نه ده. خپرونه بیا لیکي چې په داسې وخت کې چې د قدرت تشه وي نو د اردو د ظرفیت لوړول په خپله دیموکراسۍ ته په ګواښ بدلیدلی شي.
د امنیتي څیړنو د انسټټیوټ په خپرې کړې مقالې کې بیا لولو چې لومړی باید په افغانستان کې د دولتي موسساتو ظرفیت لوړ شي څو افغانان او نړیواله ټولنه د هغو مشروعیت درک کړي بیا وروسته د غښتلې اردو تشکیلات موثریت لرلی شي او دا ځکه چې پوځي ادارې په خپله ملکي برخې لري چې د هغوی د خپل سرو حرکاتو مخه نیسي.