د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

افغان حکومت د ایکنبیري وروستۍ نیوکۍ کم ارزښته بللي


د ولسمشر ویاند وحید عمر وايي ، چې کرزي هیڅکله هم نړېوالو ځواکونو ته اشغالګر ځواک نه دی ویلی
د ولسمشر ویاند وحید عمر وايي ، چې کرزي هیڅکله هم نړېوالو ځواکونو ته اشغالګر ځواک نه دی ویلی
د ارګ مانۍ که څه هم د امریکا د سفیر وروستي انتقادونه کم ارزښته بللي، خو ده ته یي سپارښتنه کړې، چې باید په افغان مشرانو د انتقاد کولو پر ځای خپل ډیپلوماټیک ماموریت ته متوجه اوسي.

ایکن بیري په خپله وروستۍ وینا کې پرته له دې، چې د چا نوم واخلي افغان مشران تورن کړل، چې دوي ته د تیرې کوونکو خطاب کوي او د دوي روانې هلې ځلې د خپلو اهدافو له مخې بولي.

د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر که څه هم دا ډول څرګندونې د ایکن بیري د ډیپلوماټیک ماموریت په خلاف وبللې، دا یي په کله رد کړه، چې ولسمشر دې بهرنیو ځواکونو ته داسې څه خطاب کړې وي.

ښاغلي عمر، چې له ازادۍ راډیو سره یي خبرې کولې وویل، چې د ښاغلي کرزي اساسي اندیښنه دا ده، که د بهرنیو ځواکونو له خوا د افغانانو وژنه او زورول دوام وکړي، نو ممکن د خلکو ذهنیت بدل شي:

(ولسمشر کرزي هیڅکله نړېوالو ځواکونو ته اشغالګر ځواک نه دی ویلی خو ولسمشر تل دا ګواښ کړی که د هغو قوتونو له خوا چې افغانان يي خپل دوست ګڼي دوي ووژل شي نو بیا ددې احتمال شته چې افغانان د اشغالګرو ګومان پرې وکړي.)

ایکن بیري دا انتقادونه په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه د ماموریت دوره یي د پای ته رسېدو په حال کې ده.

ده، چې په هرات کې د یو کتابتون د پرانیستلو په مهال خبرې کولې د افغان مشرانو دا څرګندونې هم نړۍ ته یو سپکاوې وباله، چې ګواکې دوي د خپلو اهدافو لپاره افغانستان ته راغلي.

خو وحید عمر په دې اړه د افغان دولت په دریځ ټینګار وکړ او ویي ویل، چې بهرني ځواکونه وروسته له هغې افغانستان ته راغلل، چې د خپلو هېوادونو پلازمینې یي د القاعده له خوا وګواښولې شوې.

که څه هم د ده په وینا په دې برخه کې بیا هم د ولسمشر کرزي د څرګندونو په اړه له مبالغې کار اخیستل شوې، ځکه دې وایي، چې د ولسمشر د څرګندونو هدف دا وو، چې د بهرنیو ځواکونو حضورهم د دوي او هم د افغانانو په ګټه دې.

د افغان او امریکایي چارواکو ترمنځ په یو بل د انتقادونو دا څپه په داسې حال کې پورته شوې، چې دواړه هېوادونه له یو بل سره د یو ستراتیژیک تړون په درشل کې دي.

خو افغان کتونکي، که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ دا لفظي شخړه دومره جدي نه ګڼي، چې په اړیکو اغیز وکړي، خو د دواړو اړخونو لهجه ډیپلوماټیکه نه بولي.

دوي سپارښتنه کوي، چې موجودې ستونزې هله حل کیدای شي، چې دواړه غاړې یو بل ته غوږ کیږدي او د یو بل خبره واوري.
XS
SM
MD
LG