د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

عدليي وزارت په هوټلونو کې یواځې کوژدو او ودونو ته اجازه ورکړې


د افغانستان د عدلیې وزارت د دې لایحې پر اساس د ودونو او کوژدو په مراسمو کې د میلمنو د شمېر لپاره حدود ټاکلی او دغه راز له ودونو او کوژدو پرته په هوټلونو کې یې د نورو مراسمو په ترسره کېدو بندیز لګولی دی.

د دې وزارت چارواکي وایي، چې دا لایحه یې وروسته تر هغې جوړه کړه چې په هوټلونو کې د ودونو او کوژدو لګښت ډیر لوړ شو او له ودونو او کوژدو پرته یو شمېر خلکو ځیني نور اضافي محفلونه هم په هوټلونو کې جوړ کړل.

د عدلیې وزارت ویاند فرید احمد نجیبي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د عدلیې وزارت به په قانون د دې لایحې د بدلولو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړي:

(په هوټلونو کې د واده او کوژدو مراسمو ته اجازه ورکړل شوې او نور مراسم پکې منع شوي دي او کم از کم د کوژدې په مراسمو کې باید ۳۰۰ تنه ګډون وکړي او د واده په مراسمو کې باید ۵۰۰تنه ګډون وکړي)


په افغانستان کې د ډیر ولور د اخیستلو ترڅنګ د ودونو په مراسمو کې ډیر او ملا ماتوونکي لګښتونه هغه دروند پیټې دی چې د بې وزلو ځوانانو په اوږو کیښودل کیږي او هغوي په پور کې ډوبوي.

په لیرو پرتو سیمو او کلیو کې سره له دې چې ودونه په کورونو او دودیزو مراسمو کې ترسره کیږي چې لګښت یې زیات نه دی خو هلته لوړ ولور د خلکو شکایتونه پورته کړي، خو په ښارونو په ځانګړي توګه په کابل ښار کې تر ډیره په لکسو او عصري هوټلونو کې کوژدې او ودونه کیږي چې لګښت یې د بډایو لپاره نندارې ته د هغوي د شتمنیو وړاندې کول او په پورونو کې د بې وزلو ډوبول دي.

ان اوس مهال سربیره پر ودونو او کوژدو،د زوکړې ورځ، سنتي، د ماشوم د پیدا کیدو خوښي، له حج څخه د بیرته راتلو مراسم او په ځینو مواردو کې ختمونه هم په دغو عصري هوټلونو کې کیږي او د هوټلونو خاوندانو ته د چاه خبره ښې پیسې لاس ته ورځي.

عام خلک چې دې اضافي او بې ځایه لګښتونو ډیر زورولي، د عدلیې وزارت له خوا د دې نوې لایحې په جوړولو ډیر خوښ دي او وایي، چې دا لایحه باید ډیر ژر په قانون بدله او عملي شي.

په کابل ښار کې تر ډیره لکسې اوعصري ودانۍ د ودونو سالونونه یا هوټلونه دي، ان عاید ته یې په پام ډیرغټ سوداګر او پانګه وال هم اوس هڅه کوي چې په کابل کې د ودونو یو لکس سالون یا هوټل ولري، دا مهال ویل کیږي چې په کابل ښار کې د ودونو کابو اتیا سالونونه موجود دي او دا شمېر د ډیریدو په حال کې دی.

په دغو سالونونو کې د ډوډۍ څو ډوله مینو موجوده وي چې د کس پرسر له درېو سوو افغانیو نیولې تر زر افغانیو پورې اخلي، ان داسې ودونه هم وي چې د ګډونوالو شمېر یې زرګونو ته رسیږي.

خو د عدلیې وزارت وایي، چې د ودونو او کوژدو په مراسمو کې به د ډوډۍ څرنګوالی هم د ښاروالۍ او پیشه ورانو د ټولنې له خوا تنظیم او هیڅوک نه شي کولای چې ور څخه سرغړاونه وکړي.

بل لور ته په کابل ښار کې د عبدالمنان په نوم یوه سالون لرونکي وویل، چې ده او د ده په څیر یو شمېر نورو هوټل لرونکو خپله ټوله پانګه په هوټلونو کې بنده کړي او خلک دا حق لري چې دغو هوټلوته ورشي او خپل مراسم له خپلې خوښې او اقتصادي توان سره سم په کې ترسره کړي.
XS
SM
MD
LG