د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

ملي امنیت:د پاکستان سفارت د زرعجم مړی د هغه کورنۍ ته سپاري


د ملي امینت د ریاست ویاند لطف الله مشعل
د ملي امینت د ریاست ویاند لطف الله مشعل
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې د زرعجم مړی به ډیر ژر په افغانستان کې د پاکستان د سفارت له لارې د هغه کورنۍ ته وسپارل شي.

د ملي امینت د ریاست ویاند لطف الله مشعل د سې شنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل چې په کابل کې یي د پاکستان له سفارت سره اړیکي نیولي او سفارت ورسره منلې ده چې د زرعجم د کورنۍ غړي به را وغواړي او مړی به ور وسپاري:

«د پاکستان له سفارت سره اړیکي نیول شوي، سفارت منلی ده چې د زرعجم کورنۍ به را وغواړي او مړی به ورته ورسپاري.

مړی خوندي دی او پاکستان سفارت وایي دوي يي د ساتلو ځای نه لري او یوه یا دوه ورځو کې به یې خپلوان را ورسیږي او مړی به یوسي.»

فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستان سفیر له موضوع انکار کړی دی .

زرعجم ، له نن څخه شاوخوا څلور میاشتې مخکې د جلال اباد په ښار کې د کابل بانک پر دفتر برید وکړ .

پېښه چې د کابل بانک د کمرو په ذریعه عکاسي او ویډیو شوې په کې لیدل کیږي چې یو زلمی کلاشینکوف په لاس، د بانک پر ټولو ایسارو خلکو له یوه سره ډزې کوي او وژني یې.

امنیتي چارواکي وایي، چې وژونکي له پېښې یوه ورځ وروسته تیر کال د کب په لومړۍ نېټه ونیول شو.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست وایي له زرعجم څخه لاسته ته راغلي اسناد ثابتوي چې دی د پاکستان د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی دی .

د افغانستان درې ګونو محکمو پرې د اعدام حکم وکړ، چې د ولسمشر له توشیح وروسته د دوشنبې په ورځ عملي شو.

ازادۍ راډیو مسلسلې هڅې وکړې، چې په کابل کې د پاکستان له سفارت سره اړیکي ونیسي، خو مقابل يې د موضوع په هکله معلوما ت ورنه کړل.

د دې بوږنونکې پېښې په اړه زموږ نور راپورونه دلته لوستلای شئ:

د ملکي قاتلینو مړي په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل کیږي


مشعل:په کابل کې د پاکستان سفارت ته د زرعجم مړى تسلیموو


د کابل بانک پر بریدګر د اعدام حکم صار شو


بشرحقوق: د دوو قاتلانو اعدام د عدالت د ټينګښت پيغام رسوي

په ویډیو کې تاوتریخوالی زیات دی:


XS
SM
MD
LG