د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د سوريې ولسمشر ورانکاري ملامت کړل


د سوريې ولسمشر د وينا پر مهال
د سوريې ولسمشر د وينا پر مهال
د سوریې ولسمشر بشارالاسد په هیواد کې د ستونزو ملامتي چې د رژیم پرضد یې له څلورمیاشتو راهیسې مظاهرې روانې دي، پرورانکارانو واچوله.

بشارالاسد نن په یوې ټلویزیوني وینا کې یوشمېر نامشخص ځواکونه د ډله يېزې وژنې په ترسره کولو تورن کړل چې د ده په وینا له پرمختللو وسلو او مخابراتي ټکنالوژۍ څخه کاراخلي:

̋دوی په نوې بڼه اقدام ته مخه کړې. دوی دا کار د سوریې او ترکېې ترمنځ پولې ته نژدي په جسرالشغور کې هله ترسره کړ چې په بېرحمانه ډول یې ډله يېز قتلونه ترسره کړل، چې تصاویر یې هم موږ او تاسو د رسنیو له لارې ولیدل. دوی خلک ووژل، امنیتي ځواکونه یې ووژل، دوی پوسته خانې ویجاړې کړې، چې د سیمه يیزو خلکو د خدمت لپاره يې کار کاوه. هلته ډېره کرکه موجوده ده.

مهمه مسئله دا ده چې دوی پرمختللې وسلې او مخابراتي ټکنالوژي لري. دا داسې وسله او تکنالوژي ده چې پخوا هلته نه وه̋

حکومت ویلي چې تروریستانو دوه اوونۍ مخکې په جسور الشغور کې د امنیتي ځواکونو ۱۲۰ غړي وژلي دي، خو د بشري حقونو فعالانو ویلي چې دغه وژنې د امنیتي ځواکونو او د عسکرو ترمنځ د شخړو په ترڅ کې رامنځته شوی دی.
XS
SM
MD
LG